1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين د افغانستان څخه د عسکرو د ايستلو د يوې ټاکلي نېټې سره مخالف دی

۱۳۸۹ تیر ۳۱, پنجشنبه

د افغانستان څخه د آلماني عسکرو د ايستلو دپاره د يوې ټاکلي نېټې د ټاکلو سره هم صدراعظمه انګيلا میرکل او هم ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ مخالف دي.

https://p.dw.com/p/ORdo
د جرمني صدراعظمه مېرمن انګيلا ميرکل او ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ
د جرمني صدراعظمه مېرمن انګيلا ميرکل او ددفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګانځور: AP

د جرمني د دفاع وزير په عقيده افغانان بايد امنيتي مسوليت په خپله غاړه واخلي. خو دابه سمه خبره نه وي چي ژر تر ژره او په تلوار سره دي په افغانستان کي د آلماني عسکرو ماموريت پای ته ورسول سي.

ددفاع وزير څوګوتنبرګ دNeuen Osnabrücker Zeitung آلمانۍ ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي لومړی بايد په افغانستان کي يو نسبي استقرار وي وروسته بيا سړی کولای سي د ځواکونو په وتلو پيل وکړي.

د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل هم پرون په برلين کي داخبره جوته کړيده چي په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي امنيتي مسوليتو افغانانو ته سپارل به د افغانستان څخه د الماني عسکرو د وتلو سره هيڅ تړاو ونلري.

د هغې په خبره افغانستان په راتلونکي کي هم ډيرو مالي مرستو ته اړتیالري.او دا دو بيلي مسالي دي . دآلمان لمړي وزيره انګيلا مرکل چي ددغه هيوا دمسيحي ديموکرات دګوند مشره هم ده داخبره هم کوي چي افغانستان به په راتلونکي کي هم ډيرو مالي مرستو ته اړ وي.

دناټو عمومي منشي راسموسن دپاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کي پرون په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي دا ګواښ کړی چي، په بيړي سره له افغانستان څخه دبهرنيو ځواکونو وتل به ناوړه عواقب ولري.

دتيري سه شنبي په ورځ د کابل په نړيوال کنفرانس کي برخه وال دې موافقي ته و رسېدل چي د۲۰۱۴ ميلادي کال تر پايه پوري به په افغانستان کي دثبات دساتلو مسووليت به افغان امنيتي ځواک ته وسپارل سي.

ag/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل