1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلين ته لنډه کتنه

۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۷, یکشنبه

دغه هغه ستر ښاردی کوم ته چي زيات خلک دالمان د تر ټولو غوره ښارپه سترگه گوري. برلين په رشتيا هم د المان تر ټولو ستر ښار دی او ښايي د تاريخي پس منظر له مخي هم تر ټولو مهم ښاروي...

https://p.dw.com/p/HsEt
د آلمان پارلمان ودانۍ
د آلمان پارلمان ودانۍانځور: picture-alliance/ ZB

برلين په زياتو وختونو کي د نړۍ د کلتور په مرکزونو کي شمېرل سوی ښار دی. کله چي په اتلسمه پېړۍ کي دغه ښار لا د پرويسن پاچهۍ پلازمېنه و، نو پدغه ښار کي د رڼا کولو يا روشنگرۍ عصر ته ډېره لېوالتيا شته وه.

په د شلمي پېړۍ په طلايي شلمه لسيزه کي دغه ښار د خوشالۍ او ساعت تيري مرکز و. هغه وخت دغه ښار د اروپا په هغو ښارونو کي شمېرل کېدی چيري چي خوشالۍ او لمانځنې په عروج کي وې.

د تاريخ څرگندويه ښار

د المان د تاريخ زياتره اړخونه په برلين کي څرگندويه دي. په دويمه جهانې جگړه کي د نازيانو د ماتې وروسته دغه ستر ښار د څلورو فاتح متحدينو قدرتونو امريکا، فرانسې، برطانيې او روسيې تر منځ سره ووېشل سو. په 1961 م مېلادي کال دغه ښار بالاخره په رشتيا تقسيم کړل سو او د برلين په مېنځ کي دېوال ووهل سو. د سوليزه انقلاب په ترڅ کي د شرقي المان حکومت له منځه ولاړی. د1989 م مېلادي کال د نوامبر په نهه نېټه د ختيځ او لوېديځ المان تر منځ پوله ليري کړل سوه او پدې توگه المان بېرته يو هيواد سو.

برلين په بدلون کي

په 1989 ميلادي کال کي د برلين ديوال د ليري کيدو پر مهال
په 1989 ميلادي کال کي د برلين ديوال د ليري کيدو پر مهالانځور: picture alliance/dpa

اوس برلين د المان د فېډرالي دولت پلازمېنه دی. پدغه ښار کي د المان پارلمان بونډس ټاگ او دپارلمان سره تړلي ټوله مهه دفترونه او ادارې ځای پر ځای دي. خو د وزارتونو سره تړلې بعضي داسي ادارې هم سته چي په پخوانۍ پلازمېنه بون کي ځای پر ځای دي. د حکومتي ودانيو ناحيه، د برانډن بورگ دروازه او ژانډارمن بازار د برلين هغه ځايونه دي کوم چي ددغه ښار د تاريخ شاهدان دي او د سېلانيانو لپاره زيات کشش لري. په سړ جگړه کي د پوسټامرپلاټڅ ځای ته د مړې تراړې نوم ورکول سوی و، خو اوس پدغه سيمه کي جگې جگې ودانۍ جوړي کړل سوي دي. د الېکزانډرپلاټڅ نومي ځای څېره هم د تاريخ په څپو کي بدله سوې ده. الېکزانډر پلاټڅ پخوا د ختيځ برلين مرکز و. په زياته بيا د ختيځ ښار برخې او ناحيې ددغه ښار د تاريخ په هکله ډېر څه څرگندوي. د برلين ښار په تيرو کلنو کي داسي بدل سوی دی چي حتی اوس د بعضو خلکو لپاره مشکله وي چي د برلين د پخواني ديوال پولي وپېژني.

کلتوري مرکز

د برلين ښار يوازي تاريخي ښار نه دی. ددغه ښار کلتوري څېره هم د ستاينې وړ ده. دښار د موزيم د جزيرې نومي په برخه کي زړې ودانۍ د پروسيا د پاچهۍ وختونو بېرته راژوندي کوي. سترومهندسانو لکه شينکل او لانگانس دلته د ودانيو په جوړولو سره خپل ځانونه ابدي کړي دي. د ښار ددغي برخي په بهترينه ودانيو کي د بوډه ميوزيم ودانۍ هم شمېرل کيږي. د ښارستر اپراتياترونه، سېنماوي، نندارتونونه او کوچني هنري تياترونه د دغه ښار د ښاريانو د ساعت تېرولو دنده په غاړه لري. دهر مېلادي کال په فروري مياشت کي د برليناله په نوم يوه لمانځنه او غونډه تر سره کيږي. پدغه غونډه کي د فلم او هنر سره تړاو درلودونکي ستوري راټوليږي.

مسکين خو ښکلی

معلوماتي جدول

3.4 مليونه

نفوس

900 کلوميتره مربع

احاطه

برلين

د ايالت پلازمېنه

3.10.1990

د منځ ته راتلو نېټه

خدمات

مهمې اقتصادي څانگي

په برلين کي د موزيک، رسنيو، هنري کارځايونو او د هنري څانگي نورو برخو ځانونه ځای پر ځای کړي دي. ددغه ښار ستره ستونزه د پيسو نشته والی دی. ددغه ښار يوه ښاروال کلاوس ووه وايټ دغه ښار ته د“ مسکين خوښکلی“ نوم ورکړی و. پدغه ښار کي څوارلس په سلو کي انسانان بې روزگاره دي او پدې توگه دلته د بې روزگارۍ کچه په پرتليزه توگه ډېره جگه ده. د بې روزگارۍ تر څنگ دغه ښار ډېر پوړوړی هم دی. خوبيا هم ددغه ښار اوسېدونکي و ساعت تيري ته ډېر لېواله دي. په برلين کي اوس د ساعت تېري ځايونو او د شپې د مېلو ځايونو او کلبونه شمېر ډېر زيات دی.

په برلين کي د سپکو خوړو د دکان تر ټولو نامتو څښتنه.

والټروډ څيرفوگل د برلين تر ټولو نامتو د سپکو خوړو د دکان څښتنه ده. ددې د خوړو د کوکې څخه حتی د المان پخواني مشر وزير گېرهارډ شريوډر لا د مېرمنې څيرفوگل د کوکې خواړه خوړلي دي. خو مېرمنه څير فوگل خپل ځان مشهوره نه بولي.

د سهاروخت دی او72 کلنه مېرمن څيرفوگل چي په غوصه وايي: „يولس بجې دي او تر اوسه لا د خريدارانو گڼه گوڼه نسته“. مېرمن څيرفوگل چي قوت قوت ورېښتان لري يوه ځايي مېرمنه ده. د نوموړې پر دکان د گوتو په شمېر يو څو خريداران ولاړ دي، تر څو د کونوپکه نومي ساسج رانيسي. د مېرمن څيرفوگل د پلار نوم ماکس کونوپکه و او دغه ساسج هم دهغه په نوم ياديږي. دغې مېرمني پدغه دکان کي په نولس کلنۍ کار پېل کړی دی اوپه اويايمه لسيزه کي يې د دغه دکان ټوله کارونه په غاړه واخيستل. د سپکو خوراکو دغه کوکه د پرېنڅلاور بېرگ په سيمه کي ځای پر ځای ده.

عينکي پر سترگو کوونکې او مهربانه مېرمن څيرفوگل وايي چي دا هر سهار په درې نيمي بجې راپاڅي. دا وايي چي په څلورنيمي بجې د سهار دا موټر ته ځان رارسوي او ټوله چمتو والی نيسي. او دسهار په پنځه نيمي بجې خپل دکان پرانيزي. او سهار په شپږ بجې لا لومړي خريداران راځي او سرې کړي پټاټې او کورکمن ساسج رانيسي. دغه د سهار وختي خريداران زياتره وخت هغه ځوانان وي چي ټوله شپه يې په کوم کلب کي مېله کړې وي او د رقص د ځای څخه د سپک خورک لپاره راغلي وي. مېرمن څيرفوگل د غرمې تر يوې بجې کار کوي او دهغه وروسته ددې زوی پر دکان کښيني. د ماپښين لخوا مېرمن څيرفوگل د دکان حسابونه او خط و کتابت کوي.

د سهار څخه تر ماښام پوري ستړی کوونکی سخت کار

پرېنڅلاور بېرگ د هميشه څخه د ځوانانو مرکز نه و. مېرمن څيرفوگل وايي: „کله چي زما پلار د دوهمي جهاني جگړې وروسته پدغه ناحيه کي خپل دکان پرانيستی نو دغه ناحيه د کارگرو ناحيه وه. خو اوس دلته ډاکټران، وکيلان او محصيلين ژوند کوي او هغه د پخوا اوسېدونکې طبقه اوس ددغو جگو کرايو وس نه لري“ .

د ختيځ د روميانونوې خوندوره شيره

د مېرمنې څېرفوگل پلار او مور په 1942 م مېلادي کال په غرفه کي د ساسج خرڅولو کار پېل کړی و. خو ددغه دکان نامتو د کورکمنو ساسج بيا وروسته منځ ته راغلی. د څير فوگل ورور په پنځوسمه لسيزه کي په لوېديځ برلين کي په کار بوخت و. هغه وخت برلين تقسيم سوی و خو د برلين دېوال لا نه و جوړ کړل سوی. د مېرمن څېرفوگل ورور په لوېديځ کي کورکمن ساسج وپېژند او په ختيځه برخه کي يې خپل پلار ته د دغه ساسج د جوړولو نسخه راوړه. د لوېديځ څخه راوړل سوې يوه د روميانو د روب ډبه د دوی لپاره نمونه وه. پداسي حال کي چي په ختيځ کي د روميانو روب يا کېچپ نه تر لاسه کېدی، نو د څيرفوگل کورنۍ کوښښونه پېل کړه چي د روميانو په مرسته و کېچپ ته ورته خوند درلودونکې خپله يوه مربا جوړه کړي. همدا و چي د څيرفوگل د پلار نامتو د روميانو خرېړی منځ ته راغلی چي تر اوسه پوري هغسي ښه خوند کوي.

هر څه بدل سوه خو کونوپکه پاته دی.

په تيرو لسيزو کي د پلازمېني تقريبا هر څه بدل سوي دي. خو د کونوپکه د سپکو خوړو کوکه هماغسي پاته ده او د پايښت يوه بېلگه ده. مېرمن څيرفوگل د برلين د دېوال د ودرولو پروخت دلته وه او د دېوال د ليري کېدو پر وخت هم دلته وه. نوموړې وايي چي د لوېديځ څخه به المانيان راتلل او ساسج به يې غوښتی خو له بده مرغه چي موږ اجازه نه درلودله چي د لوېديځ مارک په بدل کي سودا ورکړو. نوموړې وايي چي برلين ددې ښار دی او دا نه غواړي چي بل چيري ولاړه سي. ولي چي برلين همېشه په بدلون کي وي.