1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

برلسکوني په اووه کاله بند محکم سو

مسعود جهش (دويچه ويله)۱۳۹۲ تیر ۴, سه‌شنبه

د ايټالیا پخوانی لومړی وزیر سیلویا برلسکوني، د جنسي اړیکي په یوه قضيه کې چې د «ربي گیت» په نوم مشهوره ده په اوو کلونو بند محکوم شوی دی. برسلکوني د دغه پریکړې پر ضد د اعتراض کولو حق لري چې تمه کیږي هغه به دا کار وکړي.

https://p.dw.com/p/18vPJ
taly's former Prime Minister Silvio Berlusconi gestures as he appears as a guest on the RAI television show Porta a Porta (Door to Door) in Rome in this February 20, 2013 file photo. A Milan appeals court confirmed the sentencing of Berlusconi to 4 years in jail on May 8, 2013 for tax fraud in connection with the purchase of broadcasting rights by his television network Mediaset. REUTERS/Remo Casilli/Files (ITALY - Tags: POLITICS CRIME LAW)
Silvio Berlusconiانځور: Reuters

د ايټالیا د میلان ښار یوې محکمې پخوانۍ لومړی وزیر برلسکوني، یوې کم عمره مراکشۍ نجلۍ ته د پېسو ورکولو او له هغې سره د جنسې اړیکې نیولو په قضیه کې تورن بللی دی او هغه ته یې د اوو کلونو بند سزا اورولې ده.

محکمې دغه راز برلسکوني په دې هم تورن کړی دی، چې تر دې پېښي وروسته یې له خپل واک څخه ناوړه گټه اخيستې ده او پولیسو ته یې د تلیفون له لاري د دغي پېښي د پټولو هڅي کړي دي.

د برلسکوني پرضد محکمې جريان
د برلسکوني پرضد محکمې جريانانځور: Reuters

ویل کیږي چې برلسکوني اوس ۷۶ کلن دی او له کریما ایل میهروگ نومي نجلۍ سره یې درې کاله مخکې جنسې اړیکي لرلې. هغه وخت دغه نجلۍ ۱۷ کلنه وه.

دا په دا په داسې حال کې ده چې برلسکوني او کریما پخپله له دې خبري څخه انکار کوي چې هغوی دي یو له بله سره جنسې اړیکه نیولې وي.

د برلسکوني د قضیې په اړه د پریکړې پر مهال نه هغه او نه په دې قضیه کې ښکېله نجلۍ په محکمه کې موجود ول.

د دغې قضیې په اړه د دوشنبې په ورځ پریکړه وشوه او په دې ترتیب سره د دغې دوه کلني جنجالي قضیې لومړی پړاو پای ته ورسید.

قاضیانو دغه پریکړه تر اوو ساعتونو بحثونو وروسته وکړه. زندان ته د برلسکونی د تلو حکم به تر هغه وخته پورې اجرا نه شي چې د هغه له خوا یې پر وړاندي د اعتراض کولو بهیر پای ته نه وي رسیدلی. د ایټالیا په قضایي سیستم کې دغه بهیر څو کاله وخت هم نیولای شي.

پر دې سربیره برلسکوني د ټول عمر له پاره له سیاست څخه هم محروم شوی دی. دا په داسي حال کې ده چي د هغه وکیل دغه پریکړه غیر عادلانه بللې ده او ویلي دي چې پر وړاندې به یې اعتراض وکړي.