برتانوي ځواکونه د سنگين ولسوالۍ څخه پر شا سول
۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبهد برتانيې د دفاع وزارت نن دا خبر تصديق کړی، چي د سنګين په ولسوالۍ کي امنيتي کنترول امريکايي ځواکونو ته سپارل سوی دی.
د برتانيې د دفاع وزير، لايم فوکس وويل چي، په افغانستان کي د ثبات د ټينګښت دپاره به برتانوي سرتيري د ياغيانو پر ضد د هلمند په مرکزي برخو کي جګړې ته دوام ورکړي.
په سنګين ولسوالۍ کي امريکايي ځواکونو ته د کنترول د سپارلو مسأله وروسته تر هغه راپورته سوه چي د تير کال په پای کي جمهورريس بارک اوباما افغانستان ته د لس ګونو زرو نورو سرتيرو د استول ستراتيژي تصويب کړه.
برتانوي ويندويانو هغه رپوټونه رد کړل چي ګواکي د هغوی سرتيرو په سنګين ولسوالي کي د طالب ياغيانو په وړاندي ماته خوړلې، او له دې وجي پوځي ماموريت امريکايي ځواکونو ته سپاري.
هلمند چي پکښي د افغانستان تر بل هر ځاي د طالبانو د فعاليت لمن پراخه ده، د دغه هيواد د ترياکو د سترو توليدونکو سيمو څخه شمېرل کيږي.
د نړۍ په سلو کي 90 ترياک چي په افغانستان کي توليديږي زياته برخه يې د هلمند څخه ده. کارپوهان وايي چي د بغاوت د تمويل يوه ډيره غټه سرچينه ترياک دي.
که څه هم چي د سنګين ولسوال محمد شريف په دې نظردی چي د دغي ولسوالۍ اوسيدونکي د برتانوي سرتيرو په وتلو خفه دي.
خو يو شمېر رپوټونه وايي چي په هلمند کي د بهرنيو ځواکونو د شتون پر ضد حتي د طالب ضد وګړو په منځ کي احساسات پياوړي سوي.
د سنګين د ولسوال هغه څرګندوني چي په کابل کي د ناټو په يوه وينا پاڼه کي راغلي ويل سوي دي چي: « هغه خدمت چي د برتانيې د سلطنتي ځواک قطعې دلته سرته ورساوه او هغه سرښندني چي هغوی په سنګين کي وکړې ساری نه لري.»
په افغانستان کي د تر اوسه 337 تنو وژل سوو برتانوي سرتيرو يو پر دريمه برخه يې په سنګين ولسوالي کي وژل سوي دي.
د برتانيې د فاع وزير فوکس وويل: « برتانوي سرتيرو په تيرو څلورو کلونو کي په سنګين کي خدمت وکړ. هغه لاس ته راوړني چي هلته هغوی درلودې، بايد ورباندي ووياړو. هغوی د افغانستان په يوه ډيره خطرناکه سيمه کي دنده تر سره کړه.»
هغه وويل: « په همدې وجه بايد د هغوی سرښندني موږ هيري نه کو. هغوی په افغانستان کي د نړيوال ماموريت د برياليتوب دپاره چي په حقيقت کښي زموږ د ملي امنيت د خوندي ساتني يوه برخه ده، د خپل ژوند په بيه يې خدمت وکی.»
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل