1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون د کندهار په هوايي هډه کي له کرزي سره وليدل

۱۳۸۸ آذر ۲۲, یکشنبه

که څه هم د براون د دغه ناڅاپي سفر او له کرزي سره د هغه د ليدني کتني په هکله تر دې شيبې پوري څه نه دي ويل سوي، خو داسي ښکاري، چي دغه دواړه مشران غواړي د څو مياشتو را په دي خوا خپلی خړي پړي سوي اړيکي بيرته سمي کړي...

https://p.dw.com/p/L1Sf
افغان ولسمشر حامد کرزی د برتانيې د لومړي وزير ګوردن براون سره د خبرو پر مهال
افغان ولسمشر حامد کرزی د برتانيې د لومړي وزير ګوردن براون سره د خبرو پر مهالانځور: AP

براون همدومره وويل چي ده غوښتل يوه شپه په کندهار کي له خپلو سرتيرو سره تيره کړي او له هغو څخه مننه وکړي:

«ما د خپلو سترو مورال ډير اوچت وموند. دا هغه يو دليل دي چي ولي مونږ د نيول شوي لاري په هکله نور هم ډاده کيږو، لومړی دا چی نور سرتيري، دوي سره يو ځاي کيږي، امريکايي سرتيريو بريتانوی سرتيري. او تر ټولو مهمه دا چي هغوي د پخوا په پرتله له ښو وسلو او تجهيزاتو سره سبمال دي.»

د بريتانيا صدراعظم چي سږ کال په افغانستان کي سر تيري يي تر بل هر وخت زيات له مرګ ژوبلو سره مخامخ شول، وويل چي د دغي جګړي راتلونکي مياشتي به ډيري حساسي او بحراني وي.

کرزي او براون دواړو چي په تيرو مياشتو کي د هغوي د يو بل پر خلاف عامه څرګندوني د هغوی ترمنځ د خوابدي نښاني وي، د خپلو اړيکو د ښه کولو د نښاني په توګه په کندهار کي د افغان او ناتو د سرتيرو له يو ګډي پوځي لمانځني څخه ليدنه وکړه او داسي ښکاره کړه چي د هغوی اړيکي بيرته تودي شوي دي.

کله چي خبريالانو له کرزي څخه د براون په هکله د تيري اوني د تندو څرګندونو په هکله پوښتنه وکړه، په ځواب کي وويل: « هغه يو ډير منلي شخصيت دي. هغه ما سره اړيکي لري او کولاي شم چي ووايم دا اړيکي ډير زيات د اعتماد وړ دي.»

براون هم دا خبره ومنله چي له کرزي سره د هغه اړيکي ډيري ښی دي. «مونږ په تيلفون کي يو بل سره په منظمه توګه خبري کوو.»

کله چي په بريتانيا کي د افغانستان جګړی ملاتړ په عامو خلکو کي کمزوري شو، براون تر نورو لويديځو مشرانو زیات د کرزي د حکومت په نسبت نيوکي پیل کړي. آن دا چی تر تيري اوني هم د دغو داوړو مشرانو تر منځ پټ

تاو تريخوالي روان ؤ . څرنکه چي کرزي د براون د نيوکو او تبصرو په ځواب کي تيره اوني په يوه مرکه کي وويل: « هغه يعني د براون تبصري بي ځایه او بي بنسټه او په سپکه سترګه کتل دي.»

داسي ښکاری چي لويديځ مشران اوس هڅه کوي چي خپلي نيوکي د کرزي په نسبت نرمي کړي او د جمهور رييس په توګه د هغه قانونيت نور تضعيف نه کړي او د هغه له حکومت څخه ملاتړ وکړي، هغه څه جی هغوی په افغانستان کی د خپلی جګړی د ملاتړ لپاره ورته اړتيا لری.

د افغانستان جګړه سږ کال تر تيرو اتو کلونو زيات د بريتانوي سرتيرو لپاره خونړي وه څرنګه چي د وژل شو بريتانوي سرتيرو شمير سلو ته لوړ شو. همدا ده چي په بريتانيا کي له دغي جګړي او بيا خصوصا د بريتانوي سرتيرو له ماموریت سره مخالفت زيات شوي دي.

د عامه خلکو دغه ډول مخالفت براون باندی چي په راتلونکي جون کي د عامو ټاکونو سره مخامخ دي فشار زيات کړي دی. هغه مجبوره دی چي د دغو نيوکو پر خلاف له ځان څخه دفاع وکړي، هغه تر اوسه پوري په ډيره ضعيفه توګه روښانه کړي چي ولي بريتانوي سرتيري بايد په دي جګړه کي برخه ولري او نه دی توانيدلي چي مالي امکانات د خپل پوځ لپاره برابر کړي، خصوصا دا چی پوځ جنګي وسايلو لکه څرخي الوتکي او زره لرونکي نقلسيه وسيلي، رانيولو ته اړتيا لري.

براون په کندهار کي خبريالانو ته وويل: « هغه څه چي مونږ ورته ضرورت لرو د هغي يو ارادي ښکاره کول دي چي د طالبانو پر ضد باید عمل وشي او هغوي کمزوري شي، خو په عين وخت کي د هغي يوي ارادي ښودل هم دي چي افغان حکومت د خپل هيواد په راتلونکي کي ډير پراخه برخه ولري.»

براون تيره شپه د کندهار په هوايي ډګر کي تيره کړه. له دي مخکي نه هغه او نه پخواني صدراعظم توني بلي د افغانستان او يا عراق کوم هیوادونه چي د جګړو ډګرونه دي، شپه تيره کړي ده. هغوي يواځي په هماغه ورځ چي افغانستان ته يا عراق ننوتلي دي په هماغه ورځ بيرته تري وتلي دي.

AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل