1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون: د طالبانو پرخلاف د ستري حملې برياليتوب د افغانستان لپاره يوه ستره هيله ده

۱۳۸۸ اسفند ۱۶, یکشنبه

د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون تيره ورځ په هلمند کي د خپلو ځواکونو څخه د ليدني پرمهال زياته کړه چي برتانوي سرتيري به تر هغه وخته په فغانستان کي خپلي دندي ته دوام ورکړي تر څو چي خپل هدف ته نه وي رسېدلی...

https://p.dw.com/p/MMJH
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د خپلو ځواکونو د ليدلو پرمهال
د برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د خپلو ځواکونو د ليدلو پرمهالانځور: AP

د هلمند ولايت ته چيرته چي د افغان ملی پوځ او د بريتانويانو په شمول د نړيوالو ځواکونو د مشترک تر نامه لاندي له يوي ستري حملي څخه پوره دري اوني تيري شوي، براون د يو اته ساعته سفر په پاي کي وويل: « سولي او جګړي ګټل» دواړه ژوند بخښونکي اهميت لري، هغه ژمنه وکړه چي بريتانوي سرتيري به تر هغه پوري په افغانستان کي پاته سي،چي خپله دنده تر سره کړي.

د بريتانيا صدراعظم، په هلمند کي خبريالانو د خپل ناڅاپي سفر د هدف په هکله وويل:

«ما څه موده مخکي خپل دغه سفر پلان کړي ؤ. په تيرو څلورو کلونو کی کابو تل په همدي وخت کي دلته راغلي يم. ترڅو له خپلو سر تيرو سره له نژدي ووينم. وګورم چي څه پرمختګ شوي دی. خو رښتيا دا ځل سفر مي خورا اهميت لري، ځکه ومي غوښتل چي په افغانستان کي د نوي ستراتيژي تر لار ښوني لاندي د لومړيو عملیاتو پايلي وګورم.»

براون زياته ګړه، د دي لپاره چي افغانان وکړاي شي د خپل هيواد چاری په خپله غاړه واخلي، مونږ ته لازمه ده، د افغان ملي پوځ په روزلوکی زيات زيار وباسيو. خو دغه هم د زياتو سرتيروغوښتنه کوي.

د بريتانيا صدراعظم په داسي حال کي افغانستان ته سفر وکړ چي په خپل هيواد کي يواځي څلور مياشتي پارلماني ټاکنو ته پاتي دي. هغه په هلمند کي خپلو څلور زرو سرتيرو ته چي د مشترک په عملیاتو کي ګډون کړي دی، ژمنه وکړه چي هغوی به له ښو تجهيزاتو سره سبمال کړي.

په هلمند کي بهرني پوځيان د عملياتو پر مهال
په هلمند کي بهرني پوځيان د عملياتو پر مهالانځور: AP

خو په لندن کي د براون دغه سفر ته په انتقادي سترګه کتل شوي دي. د محافظه پال ګوند د پوځي چارو سياسي وياند، لايم توريز فوکس وويل چي د بريتانيا په پوځ کي ځيني پوځيان نه غواړي چي له هغوی څخه د يوي «سياسي وسيلي» په توګه استفاده وشي:

« زه فکر کوم ډير خلک به په دي هکله فکر وکړي چي هغه يعني براون پرون څه وويل، خصوصا د دفاعي چارو د مشرانو له خوا عنوان شوی تور چي براون د وسلوالو ځواکونو د تمويل په هکه رښتيا نه دي ويلي او هغوي دا یوه سخته نیمګړتیا ګني او دا ډول نيوکي به ګوردن براون هم حيران کړي.»

براون وروسته له هغي افغانستان ته سفر وکړ چي د جمعي په ورځ د عراق په جګړه کی د بريتانيا د نقش په اړه د يوي عامه پوښتني له خوا جوړه شوي جرګه ګي کي تر پوښتنو لاندي ونيول شو. براون هغه تورنه رد کړل چي د پخواني صداراعظم توني بلير د حکومت په وخت کي د ماليي د وزير په توګه د عراق په جګړه کي بريتانوي سرتيري په سم توګه تمويل کړي نه دي.

د افغانستان په جګړه کي هم د براون په نسبت دا نيوکي زياتي دي چي سرتيري یی له ښو تجهيزاتو برخمن نه دي او د نورو نړيوالو ځواکونو په پرتله، زياتي مرګ ژوبلي ورته اړول کيږي.

مخکي له دي چي براون په هلمند کي د بريتانوي سرتيرو له پوځي هډي، Bastion څخه وخوځيږي، د بريتانيا د دفاع وزارت د يو بل بريتانوی سرتیری چي د جمعي په ورځ په هلمند کي په يوي چادونکي وژل شوي ؤ، خبر ورکړ.

پرون د يو بل سرتيري چي سپکو وسلو سره ټپي شوي ؤ، د مړيني خبر خپور شو.

AG/ AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل