1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براون: افغانستان ته نور عسکر ليږو

۱۳۸۸ شهریور ۸, یکشنبه

براون په افغانستان کي د امریکا د متحده ایالتو د ستر قوماندان جنرال Stanley McChrystal سره دا ژمنه کړې، چي لويه برتانيه به نور عسکر افغانستان ته واستوي...

https://p.dw.com/p/JLce
د لويي برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د برتانوي ځواکونو د ليدني کتني پر مهال
د لويي برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په هلمند کي د برتانوي ځواکونو د ليدني کتني پر مهالانځور: AP

په افغانستان کي تر اوسه د 200 څخه ډير برتانوي عسکر وژل شوي دي. ديوي وروستۍ احصایوي ولس پوښتني څخه داسي ښکاري چي د لويي برتانيې ډیرکي وګړي غواړي،چي عسکر يې له افغانستان څخه ووځي.

پرون دلويي برتانيې لومړی وزير ګوردن براون په ناڅاپي ډول سره افغانستان ته تللی او په هلمند کي يي له خپلو عسکرو سره دکتني په ترڅ کي ددې ژمنه کړې ده، چي نوی سلاوي ، اکمالات او يوه خاصه 200 کسیزه داسي کوماندو هلمند ته وواستول شي چي په واټونو کي دښخ شو بمونوپه ايستلو کي خاص مهارت لري.

د هلمند څخه د برتانوي عسکرو سره دکتني په وخت کي براون دBBC د تلوزیون سره په مرکه کي ويلي دي،چي په راتلونکي کال کي به 50 زره نور افغان عسکرهم وروزل شي تر څو افغانان پخپله دا توان پیدا کړي، چي د هیواد ددفاع او امنيت دساتنی په برخه کي ستره دنده پخپله په غاړه واخلي. دا په روان کال کي د افغانستان ته د براون څلورم سفر دی چي کوي يې.

براون وايي: «زه فکر کوم، چي موږ به تر راتلونکي کاله پوري 50 زره نور افغاني عسکر و رزو او ددې خبري مانا داده چي په نژدې راتلونکي کي به پخپله افغانان دخپل هیواد ددفاع او دامنيت دساتنی دمسولیت ستره برخه پخپله په غاړه اخلي. په وروستیو ټاکنو کي هم دا هڅه شوې، چي د امنیت دساتني مساله تر ډیره حده افغانان پخپله تر سره کړي.»

څنګه چي دBBC په یوه رپوټ کي ويل شوي دي، براون په افغانستان کي دامریکا دمتحده ایالتونو دستر قوماندان جنرال Stanley McChrystal سره د خبرو په وخت کي داژمنه هم کړې، چي لويه برتانيه به نور عسکر هم افغانستان ته واستوي تر څو دوی د افغانستان د ملي پوځ او امنيتي ځواکونو په روزنه کي په فعاله توګه ونډه واخلي.

برتانوي ځواکونه په هلمند کي د پوځي عملياتو پر مهال
برتانوي ځواکونه په هلمند کي د پوځي عملياتو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

خو براون داخبره هم کړې چي برتانیه به افغانستان ته دنوي پوځي تجهیزاتو او اکمالاتو ترڅنګ، تر 200 پوري خپل هغه خاص روزل شوي واحدونه هم واستوی چي د واټونو څخه د چاودیدنوکو توکو په ايستلو کي خاص تخصص لري.

په دې وروستيو وختونو کي د طالبانو دغه راز سلاوي ډیري اغیز مني سلاوي بلل شوي او زيات شمير برطانوي عسکر ددغه چاودنو په اثر تلف شوي دي. د یوه وروستي نوي خبر دراسیدلو له مخه براون هم په ګرشک کي يو برتانوی عسکر دهغه يو بم دچاودنی په اثر وژل شوی چي دسړک په غاړه خښ شوی و.

براون د Sky News په نا مه دیوي بلي تلوزیوني دستګاه سره په مرکه کي وايي، چی برتانيه به ډير ژر دګلولي ضد نقليه وسايل هم افغانستان ته واستوي تر څو برتانوي عسکرو د تلفاتو مخنوی شوی وي. تر اوسه په افغانستان کی 208 برتانوي عسکر وژل شوي. په تیره بيا دهمدي روان میلادي کال د جولای د مياشتي راهیسي، په افغانستان کي د برتانوی عسکرو دتلفاتو په شمير کي ځکه زياتوالی راغلی چي برتانوی عسکرو په هلمند کي د طالبانو پر ضد په تعرضي عملیاتو لاس پوري کړی.

په افغانستان کي د 9000 څخه زیات برتانوي عسکر ځای پر ځای دي، چي ددوی ستره برخه د هلمند په نا آرامه ولایت کي عملیات سرته رسوي. په لویه برتانيه کي دګوردن براون پر حکومت باندي په دې وروستیو وختونو کي له دې امله زیاتي نیوکي شوي چي ويل شوی ول،په افغانستان کي د برتانوي عسکرو د ځاني تلفاتو د مخنوي لپاره هسي چي ښايي لازم وسايل او تجهیزات دغه هیوا دته ندي استول شوي.

TM / euronews/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل