براون:کرزی بايد د عمل يو پلان طرح کړي
۱۳۸۸ آذر ۸, یکشنبهبراون د سکاي نيوز نومي تلويزوني شبکي ته د جنوبي امريکا په هيواد ترينيداد کي په يوه مرکه کي وويل: مخکي له دي چي د جنوري په 28 په لندن کي د افغانستان يو کنفرانس داير شي، جمهور رييس کرزي بايد هغسي يو د« اعتباروړ پلان» جوړ کړي چي بهرني ځواکونه افغان ملي امنیتي ځواکونو ته د کنتورل په سپارلو کي مرسته وکړي.
له دي مخکي د بريتانيا لومړي وزير اعلان وکړ چي په لندن کي د جنوري په 28د افغانستان کنفرانس کي به پرته له طالب ياغيانو د افغانستان د کړکيچ ټول اړخونه سره ګډون وکړي.
«مونږ په دي نظر يو چي د لندن کنفرانس د راتلونکي لپاره د افغانستان او د نړيوالي ټولني د هلو ځلو په موخه يو تګ لاره وټاکي، هغه يوه تګ لاره چي پوځي او سياسي ستراتيژی سره همږغي کړي»
د لندن په کنفرانس کي به د افغانستان د جمهور رييس کرزي او ملګرو ملتو د عمومي منشي بان کي مون په شمول په افغانستان کي د نړيوال ايتلاف هغه هيوداونه چي سرتيري په افغانستان کي د ياغيانو پر ضد جنګيږي او د افغانستان سيمه ايز ګاونډي هيوادونه ګډون ولري.
د ملګرو ملتو عمومي منشي بان کي مون وويل:
«د لندن کنفرانس او همداراز د هغه په تعقيب په کابل کي يو کنفرانس به په راتلونکو څو مياشتو کي جوړ شي، بيا به د هغه يو پلان طرحه وشي چي د هغه له مخي افغانان د خپل برخه ليک په ټاکنوکی مخکښ نقش ولري.»
براون کله چي د کامنولت يا همګتو هيوادونو د سرمشرايزي په څنډه کي د لندن د کنفرانس د پلان اعلان وکړ، خبريالانو ته وويل چي کرزي بايد پوه شي ، د براون د خپلي جملي له مخي چی « ځینی پړاونه به وټاکل شي چي د هغو له مخي پر ده باندي قضاوت کيږي او دي بايد دا هم ومني چي نړيواله ټولنه معيارونه ټاکي.»
د جنوري کنفرانس چي د آلمان د لومړي وزيري انګلا مرکل له خوايي هم ملاتړ شوي دي، د واشنګتن له خوا ورته شين چراغ ورکړ شو.
مايک هامر، د متحده ايالاتو د امنيت له شورا څخه د فرانس پرس خبري آژانس ته وويل: «متحده ايالات د يوي اساسي اجندا د جولو لپاره ليوالتيا لري هغه يو اجنداء چي په افغانستان کي زمونږ ډله ايز هڅو ته د پرمختګ لاره پرانيځي.»
د متحده ايالاتو جمهوررييس بارک اوباما به د راتلونکي سه شنبي په ورځ د افغانستان په هکله خپله نوي ستراتيژي بربڼده کړي. انتظار کيږي چي هغه به څه د پاسه 30 زره نور سر تيري افغانستان ته واستوي.
خو د متحده ايالاتو مشر چي هوډ کړي ترڅو په افغانستان کي خپله
«دنده بشپړه» کړي، له دغه هيواد څخه به د وتلو یوه ستراتيژي هم وړاندي کړي.
د بريتانيا لومړي وزير دا هم وويل چي هغه هيواد به د افغانستان د امنیتی ځواکونو په رزولي کي خپله ونډه پراخه کړي:
« د دوالس مياشتو په موده کي به په هلمند کي زمونږ له خوا 5000 نور افغان سر تيري وروزل شي او په زر ګونو نور به د دغه هيواد په نورو برخو کي و روزل شی.»
د بريتانيا مشرهمدا راز د خپل هيواد او متحده ايالاتو څخه بهر د 5000 نورو سرتيرو لپاره غوښتنه وکړه چي د نورو هيوادونو له خوا د ناتو تر مشري لاندي د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک ته بايد چمتو کړي.
ګوردن براون د سکاي نيوز تلويزوني شبکي ته وويل چي هغه هيله من دي چي د لندن له کنفرانس څخه وروسته د افغانستان جمهور رييس د ولايتونو واليان او د ولسوالیو ولسوالان وټاکي، هغه وويل پر ځينو دغو ټاکنو باندي به په دقت سره غور وشي.
AFP/ عبدالباري حکيم
کتونکی. زيارمل