1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

براهیمي له خپلې دندې استعفی ورکړه

آژانسونه / سيد رياض۱۳۹۳ اردیبهشت ۲۴, چهارشنبه

د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړی استازی لخضر براهیمي د می میاشتې په پای کې له خپلې دندې استفعی کوي. دغه خبر د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1BzOW
انځور: UN Photo/Jean-Marc Ferré

لخضر براهیمي چې عمر یې ۸۰ کلونو ته رسیږي، د ډیرې مودې راهیسې د هغه د استعفی په اړه گنگوسې موجودې وې. د ملگرو ملتونو عمومي منشي مون، ویلي دي: «ما په ډیرې خواشینۍ سره د ښاغلي براهیمي استعفی منظوره کړه.» هغه په خپلو خبرو کې یادونه وکړه چې «هغه [لخضر براهیمي] هڅه کړې، چې په سوریه کې وحشتناکه او مخ پر خرابیدونکي ډول کورنۍ جگړې ته د پای ټکی کښیږدي. هغه د خپل ځان پر وړاندې کابو نه حلېدونکي دندې لیده.» بان کي مون په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې براهیمي په ډیر صبر او مهارت سره خپل کار پرمخ بیولی دی.

لخضر براهیمي د ملگرو ملتونو د امنیت پر شوری باندې چې د سوریې د کړکیچ په ترڅ کې د چین او روسیې له لورې یې په مخکې خنډونه اچول کیږي، غږ کړی دی چې د سوریې د کړکیچ په تړاو نوې خبرې اترې وکړي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي: «زه ډاډه یم چې جگړه به پای ته ورسیږي. خو پوښتنه دا ده چې تر هغه وخته پورې نور څومره انسانان خپل ژوند له لاسه ورکړي او نورې څومره ویجاړۍ به رامنځ ته شي.»

براهیمي اووه اوونۍ تر مخه پر دې خبره اعتراف کړی وو چې د سوریې د کورنۍ جگړې په هکله د خبرو اترو د دویمې بې نتیجې غونډې وروسته، دی په عملي توگه د نورو خبرو اترو د تر سره کیدو کوم چانس نه ویني. د سوریې د کړکیچ په تړاو د خبرو اترو دویمه غونډه د فبرورۍ میاشتې پر ۱۵مه نیټه په ژنیو کې بیله کومو اساسي پایلو پای ته ورسیده او پر دې سربیره د خبرو اترو د ادامې له پاره هم کومه نیټه و نه ټاکل شوه.

لخضر براهیمي چې د الجزایر د بهرنیو چارو پخوانی وزیر هم پاتې شوی دی، د ۲۰۱۲م کال په سپتمر میاشت کې د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي دنده پر غاړه واخیسته. تر براهیمي د مخه کوفي عنان، په سوریه کې د تاوتریخوالي د لمن د پراخیدو او د ملگرو ملتونو د امنیت په شوری کې د خنډونو له کبله له دغې دندې څخه استعفې کړې وه.

د هیلې سمبول

براهیمي ته په نړیواله کچه د سوریې د کړکیچ د وروستۍ هیلې په سترگه کتل کیدل. دیپلوماتان، د ملگرو ملتونو د سولې د دغه باتجربه مرکچي په هکله چې ډیر شمیر کړکیچونو ته یې د پای ټکی ایښی دی وایي: «په کوم کار کې چې لخضر براهیمي کامیابه نه شو په ملگرو ملتونو کې دغه کار بل هیڅوک نه شي کولای.»

په وروستي وخت کې د سوریې د کړکیچ دواړو اړخونو د براهیمي له لوري د فبرورۍ په میاشت کې د نوو خبرو اترو له پاره پیشنهاد شوې نیټه ضایع کړه. تر هغې وروسته دیپلوماتیک پرمختگونه وجود نه لري. د براهیمې له نژدی کسانو څخه اوریدل کیږي چې نوموړی په دې هکله ډیر ناهیلی شوی ؤ. د خبرو اترو د ناکامۍ په صورت کې له کوم څه څخه چې براهیمي اندیښنه درلوده هغه یې د روان میلادي کال د جنورۍ په میاشتې کې د خبرو اترو په لومړني پړاو کې پوښتلي وو. د هغه په وینا سوریایان او نور ټول به یو وخت پر دې حقیقت پوهه شي، چې په دغه موده کې سوریه په بشپړه توگه له منځه تللې ده.