براهیمي او اسد په دمشق کې سره لیدلي دي
۱۳۹۱ مهر ۳۰, یکشنبهاعلان
د سوریې له پاره د ملگرو ملتونو او عربي لیگ ځانگړي استازي لخضر براهیمي د ولسمشر بشارالاسد سره نن لیدلي دي. دغه خبر د سوریې دولتي تلویزون ورکړی دئ. خو د هغه د ليده کاته په اړه نور جزئیات نه دي په ډاگه شوي. براهیمې له تیرو دوو ورځو راهیسې په سوریه کی دئ او په دغه هیواد کې د اختر په شپو او ورځو کې په مؤقتي توگه د اوربند له پاره هڅې کوي. براهیمې تیره ورځ هم پر دواړو غاړو غږ وکړ، چې د اختر په شپو او ورځو کې دې اوربند مراعت کړي.