براهيمي: د سوريې ټول ښکېل اړخونه دي تاوتريخوالی ودروي
۱۳۹۱ شهریور ۱۲, یکشنبهد سوريې له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي لخدار براهيمي ويلي دي چي د سوريې په کړکېچ کي ښکېل ټول اړخونه بايد تاوتريخوالي ته د پای ټکی کښېږدي. د العربيه نومي تلويزيون سره په مرکه کي ابراهيمي زياته کړې ده چي بيا هم د دغي جگړې زياته پړه د رژيم پر غاړه ده. نوموړي د دمشق پر واکمنو غږ وکړ چي د بدلون له پاره د خپل ولس غوښتنه ومني.
د المان هيواد چي د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا دوره يي مشري ئې پر غاړه اخيستې ده غواړي چي په دغه شورا کي د سوريې په هکله مخالفتونه ختم کړي. المان غواړي چي پر وېټو قوتونو روسيه او چين فشار راوړي تر څو د سوريې د رژيم پر ضد د امنيت د شورا د پرېکړو مخه ونه نيسي. د المان د بهرنيو چارو وزير گيدو وېستروېله په کويت کي ويلي دي چي د سوريې د کړکېچ د حل له پاره د امنيت د شورا همغږي ډېره اړينه ده. په عين حال کي د سوريې څخه رارسېدلي خبرونه وايي چي ياغيانو د رژيم پر پوځي هوايي ډگرونو خپلو بريدونو ته دوام ورکړی دئ.