براهيمي: د اسد د سولي د پلان مخالف يم
۱۳۹۱ دی ۲۱, پنجشنبهبراهیمي د چهار شنبې په ورځ په قاهره کي د رویترز خبري آژانس ته وویل، فکر نه کوي چې اسد دي وکولای شي د سوریې په راتلونکي مؤقت حکومت کې کوم نقش ولوبوي. براهیمي زیاته کړه: «یقیناً چې اسد به د هغه حکومت [راتلونکي انتقالي حکومت] غړی نه وي.»
تر دې مخکې هم براهیمي د اسد له وروستي پلان سره خپل مخالفت ښوولی وو. هغه له BBC سره په یوه مرکه کې ویلي ول: «هغه څه چې اسد یې اوس وایي د ده له پخوانیو څرګندونو سره کوم توپیر نه لري. دغه څرګندوني خو د پخوا په پرتله آن ډیري قومي دي.»
براهیمي ټینګار کړی دی، چې د سوریې خلک له یو بل سره ستونزي لري او د دغو ستونزو د له منځه وړلو له پاره باید هغوی له یو بل سره خبري اتري وکړي. د سوریې د رژیم مخالینو د براهیمي د وروستیو څرګندونو هر کلی کړی دی. دغي ډلي تر دې مخکي پر براهیمې باندي د اسد په هکله د یوه مشخص دريځ د نه نيولو له اسيته نیوکي کړې وې. په بریتانيا کي د سوریې د ملي ایتلاف استازي وحید صفور، په دې اړه ویلي دي: «موږ د لخضر براهیمي د دغه شان څرګندونو منتظر وو.»
د سوریې او متحده ایالاتو تر منځ خبري اتري
د سوریې ولسمشر بشارالاسد، پخپله وروستۍ وینا کې د خپل هیواد د کړکېچ د ختملو له پاره یو پلان وړاند کړ. هغه وویل چې له «ترهګرو» او «وژونکو سره به خبري اترې و نه کړي.»
د اسد دغه پلان د هغه د مخالفینو او غربي نړۍ له خوا رد شو. خو روسیې د چهارشنبې په ورځ د اسد د وروستیو خبرو په اړه غبرګون وښود او د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیانیه کې وویل: «د اسد وړاندیز دا خبره ثابتوي چې په سوریه کې د خپل منځي خبرو اترو پيلول او د ریفورمونو پلي کولو امکان شته.»
په پلان کې ده چې لخضر براهیمي به د جمعې په ورځ په ژنيو کې د روسیې او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره وگوري. دغه چارواکي به پر دې موضوع وغږیږي چې څرنګه کولای شي د سوریې د کړکیچ په پای ته رسولو کې ونډه واخلي.
په سوریې کې د ۲۰۱۱ کال په مارچ میاشت کې د بشارالاسد رژیم پر وړاندي مظاهرې پیل شوې چې اوس په یوې قومي جګړې باندي بدلې اوښتي دي. د ملګرو ملتونو په حواله په دغه جګړه کې تر اوسه پوري تر۶۰۰۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.