برازيل خپله دوهم لوبه مساوي کړه
په برازيل کي د ۲۰۱۴ کال فوټبال د نړيوال جام سياليو د گروپي لوبو د لومړيو لوبو په وروستۍ ورځ په A گروپ کي برازيل له مکسيکو سره لوبه وکړه، په H گروپ کي بلجيم له الجزاير او روسيه له جنوبي کوريا سره ولوبېدل.
د برازيل او مکسيکو ترمنځ لوبه صفر صفر پای ته ورسېده او به دې لوبه کي تر ټولو ښه د مکسيکو کولکيپر وځلېد.
په H گروپ کي دوهمي او ترټولو په زړه پوري لوبي چي د برازيل او مکسيکو ترمنځ ول ډېر نندارچيان ورغلي ول. په دغه لوبغاړي کي تقريباً ۶۰۰۰۰ تماشاچيان راټول سوي ول.
په دغه لوبه کي د برازيل تکړه لوبغاړو لکه نيمار، چانسونه لرل چي گول ووهي، خو د مکسيکو د دفاع خط ډير قوي وو او د هر ډول تعرض جواب يې لاره.
د لوبي په ۲۶ دقيقه کي نيمار، په سر وهلو سره ډېر ښه چانس لاره خو د گول پرکرښه باندي د مکسيکو گولکيپر په دې وتوانېد چي توپ له گوله راوباسي.
د برازي او مکسيکو ترمنځ د لوبي تر ټولو ښه لوبغاړی د مکسيکو گولکيپر وو. هغه د برازيل ډيرو پياوړو لوبغاړو نيمار، اوسکار او نور ته هيڅ چانس پرې نه ښود.
د لوبي په دوهمه نيمايي کي مکسيکو هم ښه لوبه وکړه او ډير مقابل طرف ډير خطرناکه تونه يې دفاع کړل. په هره دقيقه کي داسي احساس کېدی چي برازيل به يو گول ووهي خو د مکسيکو کولکيپر ډېر پياوړی وو.
خو د برازيل له ټولو تلاښونو سره سره بيا هم لوبه صفر صفر مساوي پاته سوه او په دې سره نو دواړو لوبډلو د گروپي بازيو په دوهمه لوبه کي يوه يوه نمره خپله کړه چي اوس دواړي لوبډلي په خپل گروپ کي څلور څلور نمرې لري.
د دغي ورځي دهمه مساوي لوبه
د روسيې او جوبي کوريا ترمنځ لوبه هم مساوي پای ته ورسېده. دغو دواړو لوبډلو کوښښ کاوه چي لوبه په خپله گټه تمامه کړي خو يوه يې هم په دې نه وتوانېده چي يو گول ووهي.
دغي لوبي ته هم ډير ننداره کوونکي ورغلي ول. په دې انځور کي د روسيې لوبډلي مينه وال ښکاري.
د دغو دواړو لوبډلو ترمنځ لوبه تر ډيره پر تکتيکي فاولونو راڅرخېده، کله چي په لوبه کي دغه شان فاولونه روان وي بيا نو د تعرض ډېر لږ چانس وي.
د کوريايي لوبډلي د گول وهلو چانسونه تر روسيې ډير ول، خو بيا هم نه وتوانېده چي لوبه پخپله گټه روانه کړي.
د لوبي په ۷۳مه دقيقه کي له ۲۵ ميتره ليري واټن څخه د روسيې پر گول باندي توپ شوټ سو او د روسيې گولکيپر نه وسوای کولای چي هم په سمه توگه کنترول کي او توپ گول ته ننوت.
روسيې هم تر لږ ځنډ وروسته د کوريا گول ته توپ ننيست او لوبه يو يو مساوي سوه. روسيې نه وسوای کولای چي دغه لوبه په خپله گټه تمامه کړي او په دې سره نو دواړو لوبډلو په گروپي لوبه کي يوه يوه نمره واخيستله.
په H گروپ کي بله لوبه د بلجيم او الجزاير ترمنځ وه. که څه هم د لوبي لومړی گول الجزاير وواهه خو د لوبي په دوهمه نيمايي کي بلجيم لوبه کنترول کړه.
د لوبي په ۲۵ دقيقه کي د الجزاير لوبغاړی سفيان فغولي، د بلجيم لوبډلي د گول مخته فاول سو او پينالټي جوړه سوه، سفيان تر پينالټي وهلو وروسته لوبه يو د صفر په خپله گټه روانه کړه.
د لوبي په دوهم نيمايي کي د بلجيم لوبډلي ډېره پياوړې لوبه پيل کړه. په ۷۰ دقيقه کي تر يوه آزاد شوټ وروسته بلجيمي لوبغاړي فيلاني په سر گول وواهه او لوبه يو يو مساوي سوه.
د بلجيم لوبډلي د لومړي گول تر وهلو پنځه دقيقې وروسته بيا د الجزاير لوبډلي دفاع ماته کړه او په يوه پياوړي شوټ سره يې لوبه دوه يو په خپله گټه پای ته ورسوله. په دې سره نو بلجيم په خپل گروپ کي درې نمرې واخيستې او د گروپ په سر کي يې ځای ونيو.