1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: د ۱۰۰ زیات پولیس طالبانو ته تسلیم شوي

عبدالباري حکیم / بریښنا صابر۱۳۹۴ مرداد ۴, یکشنبه

افغان چارواکو تايئد کړې چې وسله والو طالبانو په بدخشان ولایت کې د وردوج ولسوالۍ د تیرگران د سیمې پوسته نیولې او د افغان امنیتي ځواکونو د ۱۰۰ زیات غړي وسله والو ته تسلیم شوي دي.

https://p.dw.com/p/1G4me
انځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان والي شاه ولي ادیب د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۵م کال د جولايي ۲۶) له ډویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې د دردوج ولسوالي ځينې سیمې د طالبانو په کنترول کې وې او درې ورځې د مخه طالبانو د تیرگران پر پوسته چې د څو کلیو څخه یې ساتنه کوله، یرغل وکړ.


هغه زیاته کړه: «بالاخره د دوه نیمو ورځو تر مقاومت وروسته د سرحدي، ملي او سیمه ییزو پولیسو نزدې ۱۰۷ تنه غړي طالبانو ته تسلیم شول. په تأسف سره باید ووایم چې دوی کم حوصلگي وکړه، دوی باید مقاومت کړی وای. په دریمه ورځ زمونږ ځانگړي قطعات له دوی مرستې ته ورغلل خو د دې ځواکونو د رسیدو تر مخه هغوی تسلیم شوي ول.»

د بدخشان والي وویل چې داسې بریښي چې د افغان امنیتي ځواکونو دغه تسلیمیدل تر مخه پلان شوي ول. ده زیاته کړه چې د محلې پولیسو ۳۶ تنو د تیرگران د سیمې څخه د جلال په نامه د یوه تن په امر فعالیتونه کول او « دغه تن د پخوا راهیسې له طالبانو سره تماس درلود او د تسلمیدو زمینه یې برابره کړې وه.»
ادیب زیاته کړه چې په همدې دلیل هغه ۳۶ تنه محلي پولیس چې طالبانو ته تسلیم شوي ول بیرته آزاد کړل شوي دي خو نور ۷۱ سرحدي او ملي پولیس اوس هم د طالبانو سره دي. نوموړي زیاته کړه: « متاسفانه دا د محلي پولیسو له خوا یو ستر خیانت دی.»

Afghanistan Lapislazuli
انځور: picture alliance/CPA Media Co. Ltd/ P. Gabanielli (PD)

د نوموړي په خبره په دې جنگ کې د طالبانو ترڅنگ خارجي جنگیالي هم موجود ول او د امنیتي ځواکونو د وسلې زیاته برخه هم د هغوی لاسونو ته لویدلې ده.

د بدخشان ولایت چارواکي وايي چې د وردوج ولسوالي یوه مهمه ستراتیژيکي سیمه ده چې وسله وال کولای شي له دې لارې د زیباک له ولسوالۍ څخه د پاکستان پولې، له واخانه څخه د چین سرحد او له شغنان څخه د تاجیکستان پولې ته لاس رسۍ پيدا کړي.
ادیب زیاته کړه وسله وال هڅه کوي دې دریو سرحدي ولسوالیو ته لار پیدا کړي څو په دې توگه د ځان له پاره پاکستان ته تگ راتگ لار خلاصه کړي او هم د سیمې هیوادونه ناامنه کړي.

د بدخشان والي وویل چې یوه بله وجه چې وسله وال پر دې سیمو تمرکز کوي د لاجوردو معدنو ته لاس رسۍ موندل دي: « دوی هڅه کوي چې د لاجوردو کانونه ونیسي څو د ځان له پاره د تمویل یوه سرچینه پیدا کړي. دا د دوی یو هدف دی.»

د بدخشان والي زیاته کړه چې دغه جنگیالي د دوی له خوا په نیول شویو سیمو کې خپلې کابو ۱۰۰ کورنۍ ځای پر ځای کړي دي. دوی په پښتو او دري ژبو خبرې نه شي کولای او ترجمانانو ته اړتیا لري. نوموړي ادعا وکړه چې دوی د خلکو کورونه په زور نیولي دي او هلته یې خپل فامیلونه دیره کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب