بدخشان: د تښتول سوو پوليسو ډېر بيرته آزاد سوي دي
۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبهدغه ۲۷ کسان چي ډيری يې پوليس ول څو ورځي دمخه د بدخشان ولايت پر يمگان ولسوالۍ باندي د وسله والو طالبانو په يرغل کي يرغمل سوي ول.
د يمگان ولسوال په يوه تليفوني تماس کي ويلي دي: «وسله والو کسانو اوس هم د دغي ولسوالۍ د محبس امير، د پوليسو قوماندان او د ملي امنيت رئيس له ځانه سره يرغمل ساتلي دي.»
په لومړي سر کي داسي ويل کيده چي د بدخشان ولايت د يمگان ولسوالي وسله والو طالبانو نيولې ده، خو ځايي چارواکي وايي چي دغه ولسوالي د دوی په کنترول کي ده.
په سيمه کي د مرکزي اسيا جنگياليو ستونزه
د کار پوهانو په اند په بدخشان او فارياب ولايتونو کي وروستي وسله وال فعاليتونه د گاونډيو هيوادونو له ياغيانو سره تړلي دي. د بدخشان غرنۍ سيمه چي د تاجيکستان له بدخشانه سره سرحد لري د تاجيکستان حکومت د ناراضيانو له پاره د اوسېدو ډېر ښه بستر دی.
ويل کيږي چي په دغه سيمه کي د وسله والو طالبانو په پرتله د مرکزي اسيا هيوادونو او روسيې د شمالي قفقاز څخه راغلي ياغيان د خپل ژوند د بقا له پاره هم دغه شان يرغلونه کوي.
د تير کال د اپريل مياشتو په وروستيو کي وسله والو کسانو د ترکمنستان سرحد ته څرمه پر يو شمېر سيمو باندي يرغلونه وکړل او هغه يې د يو څه وخت له پاره نيولي هم وې.
دغه راز تير کال تقريباً په دغه وخت کي د فارياب ولايت د قيصار او غورماچ ولسواليو پر څو امنيتي پوستو باندي په يرغل سره وسله والو غوښتل چي هغه سيمي ونيسي خو تر لږ مقاومت وروسته له سيمي څخه وتښتېدل.
د اروپا- اسيا د کارپوهانو ټولني همږغې کوونکې جين ناتاليا حاريتونووا، له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل چي په دغه سيمه کي د ازبکستان اسلامي حرکت فعال دی او د طالبانو پلان عملي کوي:
«دوی په افغانستان کي د فعاليت په برخه کي سره همکاره دي، خو د ازبکستان د اسلامي حرکت سياسي هدفونه د مرکزي اسيا هيوادونه دي.»