1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بحث او خبرو اترو ته بلنه

۱۳۸۹ آبان ۱۸, سه‌شنبه

د آلمان ږغ راډيو غواړي د خپل د DW-WORLD.DE په ويب پاڼو کي د Twitter او Facebook له لاري د بحثونو او خبرو اترو لپاره امکانات وړاندي کړي. په دې اړه د مهربانۍ له مخه زموږ دغه لاندي مقررات مراعات کړی.

https://p.dw.com/p/Q2dD

موږ په يوې آزادي، ملګرتيا او يو بل ته د درناوي په فضا کي بحث او خبرو ته خورا ارزښت ورکوو. په دې اړه هيله من يو چي برخه وال په بحثونو کي د انصاف او واقعيتونو پر بنسټ ولاړه لهجه خوندي وساتي، حتي که چيري کله هم جنجالي موضوعات مطرح کيږي. د نورو نظرياتو ته درناوی ولري او هغه پر خپل شخصيت باندي د تيري په توګه مه ګڼي.

له نور برخه والو سره هغسي چلند وکړي چي تاسي خپله هيله من ياست چي نور يې ستاسو سره وکړي. په ليکنو کي روښانه او څرګنده جملې وليکی، لطفاً د تت او مبهمو کلمو او يا هم د ځينو علامو لکه «؟؟؟؟؟» يا«!!!!!» د استعمال څخه ډه ډه وکړی. داسي علامي يا اشاري ښايي د يو بل په مقصد باندي د نه پوهاوي معني ورکړي.

کله چي د بحث د نورو برخوالو له جملو څخه اقتباس او نقل قول کوی، لطفا هغه د ليکني د مقرراتو سره سم واضح وليکی. که چيري تاسو د مشهورو شخصيتونو له جملو څخه نقل قوي کوۍ، د هغه نوم واخلی، چي دا جمله يا بيان په هغه پوري اړه لري. که چيري تاسي د بل چا له متنونو، انځورنو، ويډويي کليپونو او يا موسيقۍ څخه استفاده کوی، ترهر څه د مخه روښانه کړي چي آيا تاسو د هغو څخه د استفادي حق لری که نه. که چيري ډاډه نه ياست، لطفاً له هغو څخه استفاده مه کوی.

موږ په خپلو پاڼو کي نژاد پالونکو، پروپاګنديزو، جنسي غريزو(سکسي)، د پرديو سره د دښمنۍ پارونکو او توپير پالونکو موضوعات نه په تحريري او نه هم په انځوريز شکل ځغملاي سو، د داسي موضوعاتو مخنيوی سمدلاسه کوو. زموږ دغه پاليسي د هغو مقالو او متنونو او نورو موادو په هکله هم صدق کوي، چي زور زياتيو او زور پالونو ته بلنه ورکوي او يا په دې مقصد لمسوني کوي.

زموږ په پاڼو کي هيڅ ډول سياسي بلنو ته اجازه نسته او خصوصاً چي لمسونکي بڼه ولري. دغه راز د ځنځيري ليکونو، نا معلومو برېښنا ليکونو (Junkmail)، تبليغاتي او اعلان لرونکو بريښنا ليکونو، تجارتي اعلانونو او داسي نورو موادو وړاندي کول هم په دې پاڼو کي منع دي. که چيري په کوم متن کي داسي موادو ته ځای ورکړل سوی وي، هغه سمدلاسه زموږ له پاڼو څخه ليري کيږي.

سربيره پردې که چيري برخه وال زموږ په پاڼو کي د نوموړو موضوعاتو د خپرولو هڅه وکړي، د آلمان ږغ راډيو ځان ته دا حق خوندي ساتلی چي خپلي پاڼي د هغوی پر مخ وتړي او يا يې هم حقوقي مراجعو ته معرفي کړي.

همداراز په مضمونونو او يا مقالو کي د شخصي معلوماتو او پټو يا تيلفوني شميرو خپرول هم منع دي. د شخصي بريښنا ليکونو محتوا يا خبري موضوع د څښتن له اجازي پرته خپرولو ته اجازه نسته.

لطفاً هڅه وکړی چي مضمونونه يا مقالې زموږ د Twitter او Facebook او نورو داسي پلتفورمونو کي د وړاندي سوو امکاناتو سره نژدې تړاو ولري. د ټولو برخه والو د خاطر د ساتلو لپاره د موضوع څخه بهر مسايلو له عنوانولو څخه لطفاً ډه ډه وکړي.

د Download د اوږد وخت د مخه نيوي لپاره هڅه وکړی چي کوم ږغيز(Audio) يا ليديز(Vidio) مواد چي په پاڼو کي اچوی يا(ږدی) هڅه وکړی چي تر لسو دقيقو زيات اوږد نه وي او دPDF فايلونه هيڅکله تر پنځو پاڼو ډير نه وي.

د آلمان ږغ راډيو په ويب پاڼو کي د Twitter او Facebook کي له وړاندي سوو مطالبو څخه د استفادې او يا پر هغو باندي د تبصرې لپاره کوم راجستر کيدو ته اړتيا نسته. تبصري او مضمونه البته سمدلاسه په پاڼو کي نه راڅرګنديږي، بلکي زموږ د پاڼي د اداره کونکو (Adminsterator) له خوا د ټاکلو مقرراتو سره سم د خپرولو لپاره آزاديږي. دا ښايي يو څه وخت ونيسي، نو په دې وجه ستاسو د تفاهم او زغم هيله لرو.

د آلمان ږغ راډيو ځان ته دا حق خوندي ساتلي چي هغه موضوعات او مطالب له خپلو پاڼو پاک کړي يا ليري کړي او يا يي هم د خپريدو مخه ونيسي چي زموږ د پاڼي د محتوي له مقرراتو سره سمون نه لري.

په ويب پاڼو کي د Twitter او Facebook او داسي نورو پلاتفورمونو له لاري په بحثونو او خبرو اترو کي د ګډون سره تاسي زموږ د دغي کړنلاري او پالسيو سره پيژندګلوي پيدا کوی.

هيله من يو چي تاسي له وړاندي سوو امکاناتو څخه استفاده وکړي او د خپلو او نورو له رغونکو بحثونو څخه خوند واخلی.

کتونکی: نجيب الله زيارمل