بایرن مونشن، د چمپینز لیګ اتلولي وګټله
د آلمان د بوندسليګ فوټبال اتله لوبډله بايرن مونشن د ۲۰۱۳ کال د اروپا د چمپينز ليګ سيالۍ ګټونکې شوه.
د لندن په وېمبلي لوبغالي کې ۸۶۰۰۰ مینه والو په ټوله نړۍ کې ۳۰۰ مليونو کسانو د تلويزيون له لارې د لوبې د پيل شپېلۍ ته انتظار ايتسلی دی. د بوروسيا دورتموند او بايرن مونشن ټيمونه هم د تيار سﺉ په حال کې دي.
وېمبلي ته د آلمان لومړۍ وزيره انګلا مېرکل او د آلمان د فوټبال اتحاديې مشر، ولفګانګ نيرسبخ هم ورغلي ول. دا چې هغوی د چا طرفداري کوله، څرګنده نه ده. په دې اړه يوازې ګونګوسې موجودې دي.
لومړۍ شل دقيقې د بوروسيا دورتمونند په برخه شوې. بايرن مونشن خپله لوبه سمه پيل نه کړه چې له کبله روبرت لېواندوفسکي، ياکوب لاسچيکوفسکي او مارکو رويس د ګول وهلو هڅې وکړې، خو د بايرن ګول کيپر مانوېل نوير په زغرده د ګول مخه ونيوله.
پرته له کوم ګوله، د لومړۍ نيمايي وروسته دواړه ټيمونه په جوش سره راميدان ته کيږي. په ۶۰مه دقيقه کې بايرن مخ ته درومي، فرانک ريبېري له کيڼې خوا راځي، ارين روبن ته توپ لېږي، دی توپ په منځ کې ځای پر ځای کوي او ماريو مانڅوکيچ ګول وهي. بايرن په ۱:۰ مخکې کيږي.
د ګول په شپاړس مترۍ کې دانته د مارکو رويس په وړاندې فول وکړ. پېنلټي بيا ايلکی ګوندوګان په ۶۸مه دقيقه په ګول بدله کړه. د بايرن ګول کيپر مانوېل نوير غلطې خوا ته ټوپ وواهه، چې توپ ښۍ خوا ته په ګول وربرابر شو. لوبه ۱:۱ مساوي شوه.
نېون سوبوتيک په ۷۱ مه دقيقه کې وضعيت ثابت وساته. توماس مويلر له ښۍ خوا د دورتموند ګول ته ورنژدې شو. ګول کيپر رومان وايدنفېلر راووت، ميولر دننې خوا ته توپ ولېږه، چېرته چې آرين روبن له ګوله يو متر وړاندې ولاړ و. خو سوبوتيک ورڅخه توپ بېرته راستون کړ.
روبن په سم وخت کې ځان سم ځای ته ورساوه. د لوبې په ۸۹ مه دقيقه کې دی د دورتموند له درو لوبغاړو څخه اوړي او ګول کيپر، رومان وايدنفېلر هم حيران شا ته پرېږدي. دا ډېره ښه صحنه وه.
له مخکې کېدو وروسته بايرن ډېره خوشحالي اظهاروي. تر دې دمه پورې دورتموند ورسره سيال و. خو لوبه لا پای ته نه ده رسېدلې. اوس بايد د لوبې ټول وخت تېر شي چې بايرن ګټونکی اعلان شي.
اوس خبره رسمي شوله. رېفري نيکولا ريڅولي لوبه په شپېلۍ سره ختموي او د ۲۰۱۳ کال د چمپينز ليګ ګټونکی د بايرن مونشن د فوټبال ټیم ګټونکی اعلانیږي. لوبغاړي يو بل ته ورغاړه وتل او د دورتموند ټرېنر، يورګن کلوپ لومړنی کس دی چې د بايرن روزونکي، يوپ هاينکس ته مبارکي وايي.
جام بېرته بايرن ته په لاس ورغی. دا د اروپايي کپ او چېمپينز ليګ په سياليو کې د بايرن مونشن پنځمه بريا ده. د بايرن مونشن د ټيم روزونکی او د بريا طراح يوپ هاينکس نوميږي.