1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باوتڅين کې وضعيت بيرته عادي حالت ته راګرځیدلی

۱۳۹۵ شهریور ۲۸, یکشنبه

د آلمان په ختیځ کې د باوتڅين په ښارګوټي کې له یوې اوونۍ راهیسې د ښي اړخو افراطیانو او مهاجرو تر منځ اخ و ډبونه رامنځ ته شوي دي. د مهاجرو مخالف ډلې د یکشنبې په ورځ هم د اعتراض پلان لري او پولیس په آماده باش حالت کې دي.

https://p.dw.com/p/1K4Qk
Deutschland Hauptmarkt in Bautzen
انځور: picture-alliance/dpa/B. Pedersen

په روانه اوونۍ کې د آلمان په باوتڅین ښار ګوټي کې د مهاجرو او ښي اړخو افراطيانو تر منځ نښتې رامنځ ته شوې. دغو نښتو د نړیوالو خبرونو په سرليک کې ځای نيولی وو.

کورنمارک د باوتڅين د ښار په مرکز کې د یوه چوک نوم دی. په دغه چوک کې د میناکسي په نوم یوه کوردي مهاجره وايي: « باوتڅين زما د خوښې ښار دی.»

هغه زیاتوي چې په ورستيو ورځو کې په دغه ښار کې د مهاجرو، پوليسو او ښي اړخو اعتراض کونکو ترمنځ اخ او ډبونه رامنځ شوي دي.

ميناکسي له څو کلونو راهیسې په باوتڅين ښار کې اوسيږي. هغه مخکې له دې چې په دغه ښار کې د خپل خوشاله ژوندانه په باب څه ووايي خپلو دوستانو، صبرينا او آرمين سره ستړې مشي کوي. ميناکسي وايي چې اوس کله کله د نويو راغليو مهاجرو له بابته اندیښمنه وي، چې ګواکې هغوي به ډیر تاوتريخجن وي. خو هغه زیاتوي کيدای شي دا یوازې د هغې خپله عقيده وي.

د ميناکسي دوست، آرمين وايي چې هغه هره ورځ د کور د سودا له پاره د چوک له لارې تک راتک کوي. هغه زیاته کړه چې چوک سره یې مهاجر په داسې حالت کې وليدل چې پر یو بل يې وارونه کول. آرمين وايي چې دا بيخي یو غيرعادي حالت وو. هغه زیاتوي چې تر دې مخکې یې داسې یو حالت هيڅ کله نه وو ليدلی.

په يوه اوږده څوکۍ څلور ښځې چې عمرونه یې زيات دي ناستې دي. دغه ښځې هره ورځ تر غرمې وروسته د نندارې له پاره دغه ځای ته راځي. دوي وايي چې هيڅ کله یې ګواښوونکي څه نه دی لیدلي.

خو د دغو ټولو سربيره، د پاوتڅين دغه زوړ ښار په تيرو څو ورځو کې د تاوتريخوالي شاهد وو. تر ډیره د تاوتریخوالو پیښې هغه وخت زور واخیست چې هوا په تياره کيدو وه او اکثره خلک په خپلو کورنو کې ول. د ميناکسي ملګرې صبرينا، په داسې حال کې چې يو ماشوم یې په خپلو اوږو کينولی وايي چې په سپټامبر مياشت کې په دغه ښار کې د دموکراسۍ په باب غونډې جوړې شوې. هغې زیاته کړه چې د ځايي اوسيدونکو، سوداګرو، شوراګانو او مهاجرو ترمنځ برابره شوې د خبرو اترو زمينه هم د همدغو غونډو د مثبتو پایلو څخه یوه ده.

تنظيمونکو په چوک کې د «دموکراسي اوونۍ» د تبليغاتو یوه غرفه لګولې ده. په یوه بننر کې ليکل شوي دي،«Hirnen und Herzauf» یعنې افکار او مخلص زړونه.

صبرينا وايي له کله نه چې د ښې اړخو افراطيانو له خوا اعتراضونه پیل شوي، په ښار کې تاوتريخوالی زیات شوی دی. د هغې په خبره له دغه حالت څخه ويره لري او زیاتوي چې دغه حالت د مهاجرو له خوا نه دی رامنځ ته شوی. صبرينا زياتوي چې د باوتڅين ښار له کلونو راهيسي د ښي اړخو افراطيانو مرکز دی. د هغې په خبره د دغه ښار په واټونو او هر ځای کې د نوې نازي ډلې (ان. پي. ډي) پلويان حضور لري.

ولي باوتڅین؟

په باوتڅين ښار کې شاوخوا ۴۰ زره کسان ژوند کوي، چې له دغې ډلې څخه یوازې ۲۰۰ تنه مهاجر دي. دغه ښار د آلمان ختيځ ساکسوني کې پروت دي. دغه ځای د اسلام ضد حرکت (PEGIDA) د پيدایښت مرکز ګڼل کیږي.

د باوتڅين زوړ ښار کې یو شمير پخوانۍ تاريخي ودانۍ شتون لري او دغه راز له شاوخوا يې ښکلې سيمې راچاپير دي. دغه ښار یو وخت له ډيرو شتمنو ښارونو څخه وو، د څو کلونو په ترڅ کې د بيارغونو په پایله کې اوس د دغه ښار پخوانۍ ښکلا بيرته رابرسيره شوې ده.

د نورو ښارونو په شان په ساکسوني کې هم ګڼ شمير ماشومان ژوند کوي، باوتڅين آلمان کې د ماشومانو د زیږون له پلوه تر ټولو د لوړ آمار لرونکی ښار دی. په دغه ښار کې د نورو اروپايي هيوادونو اوسيدکي په تيره د پولند، چيک، روسيه او رومانيا هم ځای پرځای شوي دي.

باوتڅين له توريستي اړخه هم با ارزښته ښار دی، چې دغه ځانګړتيا یې د محلي اقتصاد په وده کې پوره نقش لرلي. همدا هم یو دلیل دی چې په دغه ښار کې رامنځ ته شويو تاوتريخوالو او ورانيو دومره اندیښنې راولاړې کړي دي.

ښار ته څیرمه یو هوټل، د وروستيو رامنځ ته شويو پيښو له امله په وار وار حکومت ته خپل شکایتونه کړي دي. نور هوټلونه اړ شوي دي چې آن خپل پلان کړي پروګرامونه لغوه کړل، دا مهمه نده چې د دغه ښار اوسيدونکي په څومره بد وضعيت کې قرار لري. اوس باوتڅين د رسنيو د خبرونو په سرټکو کې ځای نیولی دی.

د وضعیت د بیا آرامولو هڅې

د باوتڅين پولیسو او ښاروال له خوا کوښښونه روان دي تر څو په دغه ښار کې بيرته عادي حالت برقراره شي. د ښار په مختلفو لارو په تيره چوک کې لا دمخه شاوخوا سل تنه پوليس ځای پر ځای وو. دوي ښار کې د کنترول یو مرکز پرانیست. هغو د شاوخوا یو نيم سل تنه درول شويو ځوانانو پلټنه پیل کړه، په دغو کسانو کې کوم چې مهاجر وو هغه یې له ځايي اوسيدونکو څخه بیلول. دغه راز له ښار څخه بهر سيمو کې هم د خلکو پر تک راتک کنټرول روان وو. چارواکو د کم عمر لرونکو مهاجرو ته سپارښتنه کړې ده چې د ماښام له اووه بجو وروسته دې له خپلو کوورنو څخه بهر نه وځي.

د ښي اړخو افراطيانو له خوا د جمعې ورځ له پاره تنظيم شوې برنامه په وروستيو شيبو کې لغوه کړل شوه. د باوتڅین ښاروال الکساندر اهرنیز، په ټولنيزو رسنيو کې ولیکل چې ده ته د تنظيمونکو له خوا د یوې لیدنې له پاره بلنه ورکړل شوې چې دا به اغلباً د سولې د تامين په موخه وي.

د دغه شان اعتراضونو څخه اصلي ګټه ښي اړخي افراطیان پورته کوي. د پنجشنبې په ماښام د دغې ډلې له ۳۰۰ څخه زیات پلویان د ښار په چوک کې سره راټول شوي ول او د «مونږ ولس یو او میرکل بايد لاړه شي» نعرې یې وهلې.

د جمعې په ورځ د (AfD) یا د آلمان د بديل ګوند د محلې نمايندګۍ پورې اړوند دوه کورنه وتړل شول. دغه کورنه د انګلا میرکل پر مشرۍ د مسیحي دموکرات ګوند دفتر ته څیرمه موقعیت لري.