1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کې مون: د فقر اوبيوزلې سره بايد په کلکه مبارزه وشې

۱۳۸۷ مهر ۵, جمعه

پرون د ملګرو ملتونو د ټولنې لوې منشې بان کې مون په نيویارک کې د دغې ټولنې په عمومې غونډه کې وويل چې په نړې کې د روان مالې بحران له امله د ملياردو انسانانو رفاه، سوکالې او ژوند په خطر کې دې.

https://p.dw.com/p/FPYC
Ban Ki-moon
Ban Ki-moonانځور: AP

په تيره بیا چې د خوراکې موادو او د انرژې بيې زښته لوړې شوې او دغه وضع د بيوزلو لپاره لاپسې لانجې زياتوې.

که څه هم چې د امريکې متحده ايالتونه او پاتې صنعتې نړۍ د يوه مالې بحرا ن سره مخامخ دې، خو بيا هم دوې باید د بيوزلو هيوادونو سره خپل پيوستون هير نکړې او هغه اهداف بايد تر سره کړای شې چې د 2000 ميلادې کال د سپتمبر په مياشت کې د ملګرو ملتونو د ټولنې ټولو غړيو پرې موافقه کړې. چې د دوهمې زريزې د اتو انکشافې اهدافو په نامه ياديږې.

په دغه اهدافو کې د فقر او لوږې سره مبارزه، د ټولو نجونو او هلکانو لپاره لږ تر لږه د ابتدايې تعليماتو د شرايطو برابرول، د نارینه او ښځو لپاره مساوې حقوق، د ماشومانو د مړينې په شمير کې کموالې، د سارې نارغيو سره مبارزه، په دوامداره توګه د چاپيریال ساتنه، د ميندو روغتيايې وضع ته پاملرنه او د اقتصادې انکشاف تداوم.

د دغه اهدافو تر سره کولو لپاره نړيوالې ټولنې ځانته تر 2015 ميلادې کاله پورې وخت ټاکلاې دې.
او بيا بان کې مون وايې چې:

« که څه هم مونږ په سمه خوا روان يو، خو بيا هم هسې چې ښايې مونږ ځان نه خوزو. که مونږ افريقا ته يو نظر واچوو، نو هلته د 1990 ميلادې کا ل څخه تر 2005 ميلادې کاله پورې د فقر او بيوزلې لمن لاپسۍ پراخه شوې.»

مون: «د نړې بيوزله وګړې ستاسې کومتونو او د ملګرو ملتونو د ټولنې مرستو ته سترګې په لارې دې.»
مون: «د نړې بيوزله وګړې ستاسې کومتونو او د ملګرو ملتونو د ټولنې مرستو ته سترګې په لارې دې.»انځور: AP

اوبيا بان کې مون وايې چې مونږ د بشريت د ژوند په بهير کې هغه نسل بلل کیږو، چې د فقر اوبيوزلې سره د مبارزې د پاره هم منابع لرو، پوه او هم لازم وسايل.

او مونږ وينو چيرته چې سیاسې تصميم او عمل وې هلته پرمختګ راځې او چیرته چې همکارې وې هلته سړې اهدافو ته رسیدلاې شې.

بان کي مون:

«د نړې بيوزله وګړې ستاسې حکومتونو او د ملګرو ملتونو د ټولنې مرستو ته سترګې په لارې دې. او مونږ هغوې ته د مرستې او پیوستون ډاډ ورکوو.»

څنګه چې له نیورکه څخه خبر رسيدلاې دی، د ملګرو ملتونو د ټولنې په هغه غونډه کې چې د فقر او بيوزلې سره د مبارزې د سترې غونډې په نامه ياديږېو دا پريکړه شوې چې بايد په نړې کې د فقر سره د مبارزې لپاره 16 ملیارده ډالره د ملګرو ملتونو ټولنې ته ورکړ شې. څنګه چې د ملګرو ملتونو د ټولنې لوې منشې بان کې مون ويلې دې، دغه پیسې به په راتلنوکې کلونو کې د حکومتونو، نړيوالو سازمانونو او افرادو له خوا ورکړ شې.

بان کې مون په نيويارک کې د فقر سره د مبارزې د ستر ې غونډې په کې وايې چې دغه ورځ يوه ډیره بریالې ورځ وه، او يواځې د ملاريا د ناروغې سره د مبارزې د پاره 3 ملیارده آمریکايې ډالره په نظر کې نیول شوې، چې تر 2015 ميلادې کاله پورې به د نړې روغتيايې سازمان WHO به دغه پیسو سره د ملاريا د ناروغې به ضد مبارزه پر مخ بیايې.