1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کیمون د وسلو د تجارت د کنترول په اړه د یوې موافقې غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه
https://p.dw.com/p/15fGw

په نیویارک کې د وسلو د تجارت د کنترول په اړه د کنفرانس په پای کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، له ګډون کوونکو هیوادونو څخه وغوښتل چې د وسلو د تجارت په اړه دې پر یوه پرېکړه لیک باندې موافقې ته سره ورسیږي.

هغه زیاته کړه چې په دې وسیله باید د هغو میلیونونو انسانانو ژوند اسانه کړای سي چې د کړکیچونو تر فشارونو لاندې دي او د وسلو له تشدد څخه زوریږي. ده دا خبره هم ومنله چې په دې برخه کې تر اوسه پورې په دغه کنفرانس کې ډیر لږ پرمختګونه شوي دي.

ملګرو ملتونو په دغه کنفرانس کې چې د جمعي په ورځ پای ته رسیږي، غړي هیوادونه د یوه نړیوال تړون د رامنځ ته کیدو له پاره سلا مشورې کوي چې د هغه پر اساس به په نړیواله کچه د وسلو تجارت محدود سي.

که څه هم په ۲۰۰۶ میلادي کال کې پر ورته تړون باندې خبرې سوې وې، خو د هغه د عملي کولو له پاره باید د ملګرو ملتونو ټول غړي هیوادونه خپله موافقه ښکاره کړي.