1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان کي مون په سوریه کې د عام وزنې د ختمیدو غوښتنه وکړه

۱۳۹۱ مرداد ۵, پنجشنبه
https://p.dw.com/p/15epd

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د بوزنیا هیر څیګو وینا څخه د لیدنې په ترڅ کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې بلاخره دې په سوریې کې وینې توییدنې ته د پای ټکی کېږدي.

ده د سارایوو د پارلمان پر وړاندې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې په سوریې کې پر کلیو باندې بریدونه کېږي او کوچنیان په ډله ییز ډول وژل کیږي. بن زیاته کړه چې  دغه ټولنه مسئولیت لري چې له بشري حقونو څخه د سختو سر غړونو د پېښو مخه ونیسي.