1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بان: اسرائيل دي د کورونو جوړول بند کړي

نجيب الله زيارمل (دويچه ويله)۱۳۹۱ آذر ۳۰, پنجشنبه

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، د بيت المقدس په ختيځ کي د اسرائيلو له خوا د کورجوړوني پر طرحي باندي خپلي نيوکي تکرار کړې. هغه ويلي دي، چي دا يو خطرناکه کار دی او بايد ودرول سي.

https://p.dw.com/p/1762r
انځور: Getty Images

ملگرو ملتونو د چهارشنبې په ورځ (۲۰۱۲ کال د دسمبر۱۹) له اسرائيلو څخه وغوښتل چي د فلسطينيانو په سيمه کي د نوو استوگنځايونو له جوړولو څخه تيري سي.

بان کي مون په نيويارک کي د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کي د اسرائيلو له حکومت څخه وغوښتل چي پر دغه «خطرناکه لار» دي تگ ته دوام نه ورکوی. هغه وويل، چي د سولي پروسې بهير بايد مخکي تردې چي ناوخته سي بيا پيل سي.

د بان کي مون مرستيال جفری فلتمن، هم خبرداری ورکړ، چي د استوگنځايونه د جوړولو نوې طرحه د دوو دولتونو د جوړولو د حل له پاره «مرگونی گوزار» دئ. خو په ملگرو ملتونو کي د اسرائيلو سفير رون پروسور، دغه نيوکي رد کړې. هغه وويل، چي هيواد ئې د دغه کورونو د جوړولو حق لري.

خو پروسور ټينگار وکړ، چي د دغه څو پوړيزه کورونو جوړول به کلونه وخت ونيسي، تر څو حکومت د هغوی د جوړولو اجازه ورکړي.

د نزدې څلور زره استوگنځايونو جوړول

له هغه وخت راهيسي چي فلسطين ته په ملگرو ملتونو کي د څارونکي په توگه ځای ورکړل سو، اسرائيلو په فلسطين ميشتو سيمو کي د نوو استوگنځايونو د جوړولو جنجالي پلان ته دوام ورکړ.

د دغي اوونۍ په پيل کي د بيت المقدس په ختيځه سيمه کي د ۱۵۰۰کورونو د جوړولو اعلان وسو. اوس په پلان کي ده چي د دغه ښار په سهيل ختيځه سيمه کي هم ۲۶۰۰ کوره جوړ سي.

د بيت المقدس ختيځه سيمه په اسرائيلو پوري اړه نه درلوده، بلکي د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځي جنگ په ترڅ کي ونيول سوه. که اسرائيل رشتيا هم څلور زره کورونه جوړ کړي، نو دغه کورونه به د فلسطين ميشتو سيمو ته ورسيږي او کيدای سي چي هغوی عملاً پر دوو شمالي او جنوبي برخو ووېشل سي.

د آلمان حکومت هم انتقاد کړی دئ

په تيرو ورځو کي د بيت المقدس په ختيځه سيمه کي د نوو کورونو د جوړولو پر طرحي باندي په نړيواله کچه نيوکي سوي دي. د آلمان حکومت هم د اسرائيلو دغه طرحه ردوي.

برلين ته د اسرائيلو د لومړي وزير بنيامين نتانياهو د ورتگ پر مهال د آلمان دريځ روښانه سو. که څه هم هغه مهال د آلمان لومړۍ وزيري مېرمن انگيلا ميرکل د دواړو هيوادونو پر دوستانه اړيکو ټينگار وکړ، خو بيا ئې هم وويل، چي دوستان بايد يو له بله سره بحث وکړي، چي آيا د بيت المقدس په ختيځه سيمه کي د کورونو جوړول د دوو دولتونو د جوړولو په لاره کي مرسته کوي؟