بانکیمون: د سوریې حکومت د سولې پلان تطبیق نه کړ
۱۳۹۱ فروردین ۳۱, پنجشنبهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکیمون، د سوریې پر مشرتابه تور لګولی دئ چې د سولې له پلان څخه ئې سرغړونه کړې ده. ده په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته په یوه لیک کې څرګنده کړې ده چې په دې وسیله له ښارونو څخه د سرتېرو او درنو وسلو رایستل هم په بشپړه ډول نه دي عملي سوي.
بانکیمون زیاته کړې ده چې د سوریې جمهور رئیس بشارلاسد، ته باید اوس یو ښکاره زیګنال واستول سي چې یو کامل اوربند رامنځته کړي. ده دا هم ویلي دي چې په وروستیو کې د زورزیاتیو پېښي هم ډېرې سوي دي.
کوفی عنان د امنیت له شورا څخه وغوښتل چې د څارونکو یوه درې سوه کسیزه ډله سوریې ته واستوي چې په دغه هیواد کې د نورو ترڅنګ د اوربند مراعاتول هم تر څارنې لاندې ونیسي.