«جګړې سوریه د تجزیې له ګواښ سره مخ کړې»
۱۳۹۱ اسفند ۱۲, شنبه
په سوريه کې د سختو جګړو له کبله هره ورځ ډیر خلک له دې هیواد څخه تښتي. هغه مرستې چې نړیوالې ټولنې یې له کډوالو سره ژمنه کړې ده هم په وخت نه دي رسیدلي.
بانکي مون په ژنیو کې وویل: «د تېرو مياشتو او کلونو ناخوالو وښودله چې پوځي حل لاره د سوريې د تجزيه کیدو باعث کیږي.» بان د سوریې په جګړه کې پر ښکیلو اړخونو باندې غږ وکړ چې «د خبرو اترو د مېز لاره خپله کړي.» بانکي مون همداراز پر نړيوالې ټولنې باندې هم د مداخلې غږ وکړ او وو يې ويل: «نور بايد څه وشي چې نړۍ بالاخره په یوه اقدام لاس پورې کړي؟»
بان خبرداری ورکړ چې د سوريې د کډوالو شمېر به ډېر ژر يو میليون تنو ته ورسيږي. هغه شکايت وکړ چې د ملګرو ملتونو او د همکارو هېوادونو مرستندويه ټولنې یې په کافي اندازه امکانات نه لري چې نوي کډوال هم جذب کړي.
يوازې د فبروري په مياشت کې ۱۵۰۰۰۰ انسانان د سوريې له تشدد څخه تښتېدلي دي چې لويه برخه يې ترکيې، لبنان، اردن او عراق ته ورغلې ده. په سوريه کې هم بشري وضع ورځ تر بلې مخ په خرابېدو ده.
په آلمان کې په دې ترڅ کې کاتوليکې او پروتستانتې کليسا هم د دې پلوي وکړه چې ډېر سوريايي کډوال دې په آلمان کې ومنل شي. خو د آلمان حکومت دغه ډول غوښتنې په پر له پسې ډول رد کړې دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي پر نړيوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې له سوريې سره ژمنه شوې مرستې، دې د هغوی په اختيار کې ورکړي. په کويټ کې د بسپنه ورکوونکو هېوادونو د يوې غونډې په ترڅ کې څه د پاسه ۴۰ هېوادونو د يو نيم میلياردو ډالرو مرستو ژمنې کړې وي. بان وويل چې ملګرو ملتونو تر دې دمه يوازې يو څو سوه میليونه ډالر تر لاسه کړي دي.
د جمعې په ورځ په روم کې د سوريې د دوستانو په غونډه کې د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، د سوريې له اپوزيسيون سره د ۶۰ میليونو ډالرو مرستې ژمنه وکړه. خو کیري زیاته کړه چې د حکومت مخالفين به دغه مرستې يوازې د خوراکي توکو او د دارو درملو په برخو کې ترلاسه کړي.
بان دغه خبره هم رد نه کړه چې په دمشق کې به د ولسمشر بشار الاسد د رژيم له استازو سره د خونړۍ شخړې د هواري په هکله خبرې وکړي. تر اوسه پورې ټولې هغه نړيوالې هڅې ناکامې شوې دي، چې په کې د سوریې د حکومتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو تر منځ جنګونه پای ته ورسوي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې د سوريې په کورنۍ جګړه کې چې له دوو کلونو راهيسې دوام لري تر اوسه پورې څه د پاسه ۷۰۰۰۰ انسانان وژل شوي دي.