1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بانکي مون په غزه کې د عاجل اوربند غوښتنه کړې

۱۳۹۱ آبان ۲۹, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16lR8

د ملگرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د اسرائیل او د حماس له بنسټپاله اسلامي ډلې څخه په عاجله توگه د ډزبندې غوښتنه کړې ده. په نیویارک کې د بانکي مون ویاند ویلي دي چې بانکي مون له دواړو خواوو څخه غوښتي دي چې له مصر سره د منځگړي په توگه په گډه کار وکړي.

دغه ویاند زیاته کړې ده چې سیمې ته به د سفر پر وخت بانکي مون خپله هم د تاوتریخوالي د له منځه وړلو له پاره تلاښ وکړي. په پام کې ده چې د ملگرو ملتونو عمومي منشي به نن د مصر له ولسمشر محمد مرسي سره په قاهره کې خبرې اترې تر سره کړي. زیاته شوې ده چې په عین وخت کې به د اوربند په هکله هم خبرې اترې وشي.

د رپوټونو په حواله اسرائیلو د غزې په تراړه کې بیا هم یو شمیر ځایونه په نښه کړي دي. د حماس د وینا له مخې په یوه هوایي برید کې چې په یوه کور باندې تر سره شوی دی درې تنه وژل شوي دي. په دې سره د چهارشنبې د ورځې راهیسې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر ۸۰ تنو ته رسیدلای دی. د فلسطیني وسله والو له لورې پر اسرائیلو باندې هم توغندي توغول شوي دي. زیاته شوې ده چې یوازې د یکشنبې په ورځ پر اسرائیلو باندې د سلو څخه زیات توغندي ورول شوي دي.