بانکي مون د سوريې پر حکومت نيوکي کړي دي
۱۳۹۱ فروردین ۱۹, شنبهاعلان
د ملگرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د سوريې په هیواد کي روان تاوتريخوالی سخت غندلی دئ. بان په خپله يوه اعلاميه کي ويلي دي چي بشارالاسد خپله ژمنه نه ده پوره کړې. د نوموړي په وينا اسد ژمنه کړې وه چي تر سه شنبې به د ښارونو څخه پوځونه او درنې وسلې وباسي خو د تاوتریخوالي لړۍ لا په پراخه کچه دوام لري.
بان زیاته کړې ده چي د سوريې د حکومت دا چلن د ملگرو ملتونو د امنيت د شورا د اعلاميې ضد عمل دئ. پدغه اعلاميه کي د سوريې د کړکېچ لپاره پر سوله ییز هواري ټينگار سوی وو. د ملگرو ملتونو سر منشي د سوريې پر حکومت ږغ کړی دئ چي په سملاسي توگه دي د ولسي کسانو پر ضد پوځي عمليات ودروي. د سوريې سره تړاو درلودونکي د بشري حقونو يوې ټولنې په لندن کي ويلي دي چي د جمعې په ورځ په سوريه کي تر ۳۵ څخه زيات انسانان ووژل سول.