1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

باقي يف قزاقستان ته تللی ، او بحران د اوس دپاره حل سو

۱۳۸۹ فروردین ۲۷, جمعه

دا قريب يو سمبوليکي کار وو: ماښام، کله چې په ډاگه شوه، اولسمشر باقي يف له هېواد څخه د قزاقستان په لور خوځېدلی دی، د قرغزستان پر پلازمېنه بشکيک باندی دا خبر لکه تالنده او برېښنا غوندی راپرېووت

https://p.dw.com/p/MyDl
د قرغزستان جمهوررييس قرمان باقي يف
د قرغزستان جمهوررييس قرمان باقي يفانځور: AP

د وړاندې تگلاری په خاطر جوړه شوې حکومتي غونډه ټوله ورځ پر باقييف باندی تېره شوه . کله چې له غرمې نه مخکې دا خبر خپور شو، چې په لوی جنوبي ښار اوش کې د باقييف د پلويانو او مخالفو تر کت ډزی شوېدي، نو زيات کسان يې اندېښمن کړل .

يوه ميرمن په روسي ژبه څرگندوي:

(د باقييف او ملگرو لخوا د هر عمل امکان شته . ده موږ ته په دې اړه ځان ښه ثابت کړی . او اوس به هم ولي د کوم څه د پېښېدلو امکان نه وي .)

دې ميرمين له څو ساعتو راهيسی په روغتون کې انتظار ايستلی، تر څو واوري چې د اخښي عمليات يې څه ډول تېر شو ل . هغه، لکه د گڼ شمېر نورو هغو کسانو غوندی چې په دې خونړيو لانجو کې ټپي شوي دي، د ژوند او مرگ تر کت پروت دی . د وژل شوو شمېر د پنجشنبې په ورځ د اپريل په 15نېټه په رسمي ډول سره 85 تنه وښودل شو.

موقتي حکومت د چهارشنبې په ورځ کوښښ وکړ، په خلکو کې خوشبيني واچوي . د موقتي حکومت مرستيال مشر تمير سارييف Temier Sarifew ويلي دي، چې په جنوب کې، چېري چې باقييف له خپلو ملگرو سره تښتېدلی، له دولتي ادارو سره نږدې اړيکې ټينگی شوی او گډکار کيږي . هلته حالات تر کنترول لاندې دي :دی وايي ،

(دلته ساييف په روسي ژبه څرگندوي : موږ پرون لا په هغه ځای کې خپل امنيتي جوړښتونه يعنی ځواکونه پياوړي کړي . او تر کومه ځايه پوری چې ما ته معلومه ده، وار په وار د حکومت پلوه خلکو شمېر په مظاهرو کې زياتيږي . دوی د باقييف ورکېدل غواړي .)

د قرغزستان جمهوررييس قرمان باقي يف تر استعفأ وروسته
د قرغزستان جمهوررييس قرمان باقي يف تر استعفأ وروستهانځور: AP

دوی د خپل دې کار جديت تر غرمې مخکې څرگند کړ. دوی د اوش په ښار کې د خلکو په وړاندی د باقييف د څرگندېدو مخه ونيوله . د هغه موټر يې په ډبرو وويشته، په داسی حال کې چې د هغه سر ساتونکو هوايي ډزی کولې . د سارييف د پاره دا يو پلان شوی پاروونکی عمل وو - باقييف ښه پوهېده، چې څه به پېښيږي . بيا هم سارييف:

(باقييف او ملگري يې د دې ليوال دي، چې لانجې راپورته شي . دوی موږ راپاروي . خو موږ ښه پوهېږو او صبر کولی شو، تر څو موضوع ژر، پرته له ربړی په اغېزمنه توگه سره حل او فصل شي.)

خو دا چې څه ډول، چپ پاته شو. امريکايي دپلومات رابرت بلېک هم ترغرمې وروسته، کله چې په نړيواله سطحه سره د برياليتوب پوښتنه ترې وشوه، څرگند معلومات ورنه کړل او ويې ويل:

(موږ د اورپا د مرستې او گډکار د ټولنی او په قزاقستان کې د هغه د رياست له هلوځلو څخه ملاتړ کوو، تر څو د باقييف پر سر موضوع ته د حل يوه لاره مونده شي.)

کرستينا ناگل / عارف وردګ

کتونکي : محمد قاسم نوري