باقييف اوس هم ځان د قرغزستان قانوني جمهوررييس بولي
۱۳۸۹ اردیبهشت ۲, پنجشنبهپه دا سبا د جمعې په ورځ د مؤقتي حکومت صدراعظمه روزا اوتون بايي وا دکمرو په مخکښي راښکاره سوه ، اودده د استعفأ متن يې په دې ډول ووايه :
«په دغو د قرغزستان د ولس دپاره غم انګيزو ورځو او د قرغيزي ولس د آيندې او د هيواد د يووالي په خاطر د مسؤليت په درکولو سره ، زه د اساسي قانون د 50مادې مطابق استعفأ ورکوم . »
خو د مؤقتي حکومت دغه خوشالي چه موضوع په وينو تويولو سره پای ته ونه رسيدل ، ډير دوام ونکۍ . يوه اونۍ وروسته باقييف پرون د ليري، خو ډاډه او نوي ځای، سپيني روسيې څخه د رسنيو په مخکښي راظاهر او اعلان يې وکي ،
«9 مياشتي دمخه د قرغزستان خلګو زه انتخاب کړم ، او ما لوړه وکړه ، چه هغو ته به خدمت کوم . زه داسي قدرت نه وينم ، چي ما مجبوره کي ، تر څو خپل قسم بيرته واخلم . يوازي مرګ ما ددغه کار څخه راګرزولای سي . زه قرمان باقييف د قرغزستان انتخاب سوی قانوني جمهوررييس يم ، او هغه بين امللي ټولني منلې هم ده . زه به ټول هغه څه وکم ، چه په قرغزستان کښي د اساسي قانون مطابق نظم رامنځته کم . په هيڅ صورت به دا پرې نه ږدم چي ددغه هيواد سرنوشت د بانډسټانو په لاس کښي ولويږي . »
په بشکيک کښي د مؤقتي حکومت د صدراعظم مرستيال اِډيل بای سالو په دې اړه وويل چې باقييف په ټول قوت سره کوښښ کوي ، چه په هيواد کښي وضع بې ثباته کي . ده يووار بيا دې ته اشاره وکړه چه درواغ او خيانت د باقييف په خټه اخښلي دي . دی وايي ،
«که څوک وايي چي مؤقتي حکومت غير قانوني دی ، او باقييف قانوني جمهوررييس دی ، نو دا ډيره د خندا وړ خبره ده . ټوله او په سل هاوو بين امللي ناظرين په دې پوهيږي چي د جولای د جمهوري رياست په انتخاباتو کښي ډيره سخته جعل کاري سوې وه ، قرمان باقييف انتخابات ندي وړي ،ده رايي غلا کړي دي . »
خو ناظرين دا دامکان څخه ليري نه بولي چي د ليري سوي جمهوررييس شعوري راڅرګنديدل به د قرغزستان په جنوب کښي دده پلويانو ته نوی قوت ورکي .
پرون هم هلته دده د پلويانو او مخالفينو تر منځ اخوډب رامنځته سو .
په دې حساب نو مؤقتي حکومت مجبوره دی چي په هره خوا کي د امنيت غم وخوري . د بشکيک په شاوخوا کښي بزګران د مځکو د خاوندانو پر ضد د تشدد څخه کار اخلي ، او مځکي يې قبضه کوي . مځکي سوځل کيږي، خلګ وژل کيږي او زخميان کيږي . په عين حال کښي خلګ د نوي حکومت څخه د ژوندانه د شرايطو د ښه کولو انتظار لري .
کريستينا ناګِل/
کتونکي : محمد قاسم نوري