1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما کومي وعدې ورکړي ،اوڅه ډول سياسي هدفونه لري

۱۳۸۷ دی ۳۰, دوشنبه

دامريکې دمتحده ايالتونو راتلونکی ولس مشر بارک اوبا ما مخکي له دی چي د جمهوري رياست دڅوکۍ دپاره ونومول سی، ډيري سیاسي ژمني کړي وې ...

https://p.dw.com/p/GbOk
په عکس کښي بارک اوباما د سپيني ماڼۍ مخته ولاړ دی
په عکس کښي بارک اوباما د سپيني ماڼۍ مخته ولاړ دیانځور: AP

خو په نړۍ کي دروان مالي او اقتصادي بحران له امله به اوباما دې ته اړ وی، چي دخپلو سياسي ژمنوپه لړکي کومو ژمنو ته د لمړيتوب حق ورکړي.

لکه څنګه چي ښکاري روان مالي بحران او د اقتصادي پرابلمو د پاره د حل د يوې لاري موندل به دده د مهمووظيفو څخه وشميرل سی. دغه هدف ته د رسيدلو د پاره اوباما ددغه هيواد د کانګرس څخه ددې غوښتنه کړې ده چي د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره دده وړانديز ومني.

د امريکي په متحده ايالتونو کی د اقتصادی تموجاتو دودي دپاره اوباما 800 مليارده ډالره په نظرکي نيولي دي. خو دايې هم ويلي دي، چی کيدای سي د ضرورت په صورت کي دغه لګښت تر زرو ملياردو ډالرو پوري هم ورسيږی. اوباما غواړي چي په دغه پیسو سره د امریکا په متحده ايالتو کي نه يوازی د کاراوسنی ځايونه چی ورځ په ورځ له منځه ځی، وژغورل سي، بلکي تر څلورو مليونو پوري د کار نوي ځايونه هم رامنځ ته سي. او بله مساله داده چي بايد په دغه هیواد کي د موټر جوړولو د صنايعو سره هم په پراخه پیمانه مالي مرستي وشي.

داوباما د اقتصادي تموجاتو دودي د پروګرام يوه بله مهمه برخه د مالياتو راټيټول دي. اوباما غواړي دهغه کورنيو دپاره چي په کال کي تر 150 زرو ډالرو پوري عايدات لري د مالیاتو اندازه راکښته کړي، ليکن دهغو کسانو دپاره چي په کال کی تر 250 زرو ډالرو پوري عايدات لري، بايد د هغو څخه پوره ماليات واخيستل سي.خو دروان مالی او اقتصادی بحران په بهير کي به دده دغه پلان ديو لړ ستونزوسره مخامخ سی.

د امريکا انتخاب سوی جمهوررييس بارک اوباما
د امريکا انتخاب سوی جمهوررييس بارک اوباماانځور: picture-alliance/ dpa

د اوباما بل لوی مشکل ددغه هیواد ددولت په بودجه کي د کسر زیاتيدل دي، چي غواړي دبېځايو لګښتونو د مخنيوي د لاري د بودجوي کسر دلاپسي زياتيدلو مخه ونيسي. دغه هدف ته درسيدلو دپاره يې د بودجې دوه څارونکي ټاکلي دي.

دانرژۍ دسکتور په برخه کی اوباما غواړي په دغه هیواد کي تر دريو راتلونکی کلونو پوري دنوو يا دبدیلو انرژيو ونډه په دغه هيواد کی دوه چنده سی. د نړۍ داقليمی وضع دلاپسي خرابيدلو دمخنيوی دپاره غواړی چی په خارجي فضا کي دمضره ګازونو اندازه د1990 کال په پرتله اتيا فيصده راکښته سي .

دعراق او افغانستان په هکله دمخه اوباما ويلي وه، چی دی به تر 16 میاشتو پوري د عراق څخه امریکايي عسکر راوباسی، اوددغه عسکرو ډيره برخه به افغانستان ته واستوی ،خو بيا وروسته يې ويلي وه چی د عراق څخه دعسکروپه ايستلو کي به ددغه هيواد مسولیتونه په نظر کی ونیول سی.

په افغانستان کي بيا دامریکايی عسکرو دشمير دزياتولو او دطالبانو او دالقاعده دتند لارو پر ضد دمبارزي لمن پا کستان ته دغزولو په مساله کی لکه څنګه چي ښکاری، اوباما غواړی خپلي پخوانۍ وعدې پوره کړي.

دنژدې ختيځ په باب تر اوسه پوري اوباما پر غزې باندی داسراييلو دپوځی عملیاتو په برخه کی چوپه خوله پاته دی، خو داخبره يې کړی ده چی دنژدې ختیځ دلانجی دحل دپاره بايداغیز من عمل وسی. د ايرانه سره د مخامخ خبروکولو څخه اوباما خبری کړی ،او ویلي يې دي، چي دغه خبري به بيله کوم قيد او شرطه څخه وي.

دی وايي چه دګونتانامو دکمپ دتړلو موضوع په نظر کی ده ،خو دا کار به وخت غواړی ،او اوباما داهم ويلي دي، چي د بشري بنیادی حقونو دتر پښو لاندی کيدلو په مساله کی به دبوش دحکومت پر ضد ،که ضرور وي ، په لازمو قانونی اقداماتو لاس پوری شی.