بارک اوباما د آصف علي زرداري نظر نه مني
۱۳۸۹ مرداد ۱۳, چهارشنبهد سپینې ماڼې ویاند، رابرت ګیبس وویل چی جمهور رییس بارک اوباما چی څو ورځې مخکې د افغانستان په جګړه کې له پرمختګ څخه خبرې وکړی، د جمهور رییس آصف علی زرداری له تبصرو سره موافق نه دﺉ. ګیبس خبریالانو ته وویل:
« زه فکر نه کوم چی جمهور رییس دی د ښاغلي زرداري له دی ډول یوی ارزونې سره همنظر وی چی جګړه مو د طالبانو په وړاندې بایللی ده.»
د واشنګتن دغه غبرګون وروسته له هغې وښودل شو چی د پاکستان جمهور رییس په فرانسه کی د خپل سفر په ترڅ کی پرون یوی ورځپاڼې ته وویل چی نړیوال ایتلاف په افغانستان کی جګړه بایللی ده.
زرداری د فرانسی د Le Monde ورځپاڼې ته په یوه مرکه کی وویل:
« نړېوالۍ ټولنی چی پاکستان هم د هغی غړی دی، د طالبانو په وړاندې جګړه بایلي. دا ځکه چی مونږ ونه شو کړای چی د خلکو زړونه او فکرونه راخپل کړو.»
دغه راز د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت هم د زرداري له دی ډول ارزونی سره مخالفت ښودلی دی.
ډګروال Dave Lapan خبریالانو ته وویل: « مونږ د طالبانو د پرمختګ مخه نيولې ده.» خو هغه یادونه وکړه چی لا تر اوسه ډیر وختی ده چی سړی قضاوت وکړی چی آیا وضعيت د نړیوال ايتلاف او د افغانستان د حکومت د ځواکونو په ګټه مثبت لور ته مخه کړې ده.
ليکونکی: عبدالباري حکيم/ آژانسونه
کتونکی: احمدولي اڅکزی