1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بارک اوباما او نيکولاس سرکوزي يوالی تمثيلوي

۱۳۸۹ فروردین ۱۱, چهارشنبه

په یوالي کي سړی پیاوړی وي. داپه واشنګټن کي د بارک اوباما اود سرکوزي دخبرو شعار بلل کيدای سي...

https://p.dw.com/p/MjLf
په واشنګټن کي د فرانسې جمهورريس نيکولاس سرکوزي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما سره په يوه مطبوعاتي غونډه کي
په واشنګټن کي د فرانسې جمهورريس نيکولاس سرکوزي د امريکا د ولسمشر بارک اوباما سره په يوه مطبوعاتي غونډه کيانځور: AP

کله چي د دواړو هیوادونو دولتي مشران د اوږدو خبرو اترو څخه وروسته په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي را څرګنديږي نو وايي، چي موږ به په راتلونکي کي هم د مسايلو په هکله دیو بل سره سلا مشورې کوو،د یو بل سره ګد او د نړیوالو مسايلو او لانجو په هکله کي د یوه ګډ دريځ لرل هم د لانجو د حل لپاره آسانتیاوي برابروي او هم دا زموږ پیاوړیتوب ښه يي. اوباما وايي:

«موږ دې موافقې ته سره رسيدلي یو، چي موږ په پخپل ټول توان او طاقت سره په ګډه په دې لاره کي هلي ځلي وکړو تر څو، چي نړیوال مالي بحران بيخي پای ته ورسيږي او د نړۍ په اقتصادي وضع کي په متداوم ډول سره ښه والي راسي. زموږ په دغه ګډو هلو ځلوکي دامسله هم په نظر کي نیول سوې، چي دPitzburgh په ښارکي، څنګه، چي د شلو هیوادونو د مشرانو په غونډه کي پرېکړه سوې، پرې نږدو، چي بيا د نړۍ په مالي بازارونو کي يوه ګډوډي رامنځ ته سي. موږ به د ټولو هیوادونو کومي چاري، چي د نړۍ د اقتصادي او مالي مسايلو سره تړاو لري سره تنظیم کړو.»

بله مهمه موضوع، چي ددواړوهیوادونو مشرانو پرې خبري کړي دي، هغه د ایران د اټومي پروګرام لانجه ول. دامریکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما داتمه لري، چي د ايران د اټومي پروګرام په لانجه کي ښايي په راتلوکي اونیو کي د ملګرو ملتونو د ټولني دامن دجرګې له خوا د تهران پر ضد سخت اقتصادي بنديزونه ولګول سي.

د فرانسې ددولت مشر نیکولای سرکوزي په دې هکله وايي:

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اباما غواړي، چي ژرتر ژره د ايران پر ضد نوي اقتصادي بندیزونه ولګول سي.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اباما غواړي، چي ژرتر ژره د ايران پر ضد نوي اقتصادي بندیزونه ولګول سي.انځور: AP

«ايران نشي کولای چی نور خپل دلینتوب دغي لوبي ته دوام ورکړي او ما بارک اوباما ته داخبره په داګه کړیده چي دمخه ما هم دلويي برطانيي دلمړی وزير دګوردن برون او هم دآلمان دلمړي وزيري انګيلا مرکل سره خبري کړيدي چي مونږ اوروپايان به په ګډه سره هڅه وکړی چی دايران په مقابل کي داقتصادي بنديزونو دلګولو په هکله پریکړه وشی او هغه په کلکه سره عملی شي.»

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر بارک اباما غواړي، چي ژرتر ژره د ايران پر ضد نوي اقتصادي بندیزونه ولګول سي او لکه څنګه، چي اوباما د فرانسي ددولت د مشر نیکولای سرکوزي سره د خبرو په ترڅ کي څرګنده کړې ، بايد په همدې پسرلي کي د ايران پر ضد د امن د جرګي له خوا نوي بندیزونه ولګول سي.

دکانادا داوتاوا په ښار کي داتو سترو صنعتي هیوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو هم دا غوښتنه کړی چي دتهران دحکومت په ضد دي نړیوال فشارونه زیات کړاي شيٍ . خو اوباما په دی هم پوهیږی چي دامن په جرګه کي دايران په ضد دبندیزونو دلګولو په هکله دنظريو یوالي نشته .

خو کيداي شي چی ددواړو هیوادونو دمشرانو ترمنځ په راتلونکي ورځو کي دامریکي دمتحده ایالتونودهواي ځواکونو دهغه فرمایشاتو په هکله اختلافونه را منځ ته شي چی دامریکي هواي ځواکونه غواړی خپلي اړتياوړ الوتکي او تجهيزات داوروپايانو نه بلکي دامریکي دبوینګ له شرکته څخه واخلي . ددغه اړتیاو لګښت 28 ملیاردو ډالرو ته رسیږي . او امریکایان طبعا غواړی دغه پيسي په اصطلا دبوینګ دشرکت جيب ته ولاړشی . سرکوزي به دپنجشنبي تر ورځي پوري په واشنګتن کی پاتي شي .

Euronews/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل