بادغیس کی د څلورو پروژو کار پیل شو
۱۳۹۰ تیر ۸, چهارشنبهد بادغيس د ولایت چارواکي وايي چي دا پروژي د ښوني او واټونو د جوړښت په برخو کي دي. دغه چارواکي زیاتوی چي له یاد شویو پروژو څخه به ډیري کسان کټه واخلي.
د بادغیس په ولایت کی په لاره اچول شوي پروژي د امريکا متحده ايالاتو د نړيوالي پراختيايي اداري «USAID» لخوا تمويلیږی چي ټول ټال لګښت یي 200000 امرکايي ډالرو ته رسیږي.
په دغو پروژو کي د دوو ښونځیو جوړښت او د دوو واټونو شګه اچول شامل دي.
د بادغيس د والي وياند، سيد شرف الدين مجيدي، د دغو پروژو د پرانستني په غونډي کي وويل چي دغه پروژي په ډیري خلکو ته د کار زمینه برابره کړی.
هغه زیاته کړه چی یادي شوي پروژي به د شپږو میاشتو په ترڅ کی بشپړي شي.
د چارواکو په وینا تر دغي پروژي لاندي په جوړ شویو ښونځیو کی به څه نا څه 5000 زده کونکي خپلي زده کړي پر مخ پوزي.
که څه هم د بادغیس ولایت اوسیدونکي د وروستیو پروژو د په لاره اچولو څخه خوښ ؤ خو دا خبره یی هم کوله چی دولت د نورو ولایتونو په پرتله د بادغیس ولایت ته کمه توجه کوي.
دا په داسي حال کي ده چي د بادغيس د والي وياند د هيواد په کچه په خپل ولايت کي د بيا رغوني پروګرامونه، په ځانګړي ډول د ملي پيوستون پروګرام ګړندي او په ښه کيفيت بلي.
د بادغیس ولایت چارواکي وايي چي د USAID له خوا شل نوري د بیا رغوني پروژي هم په لاره اچول کیږي چي د روان کال په لړ کی به ګټي اخيستني ته وسپارل شي.
دويچه ویله/ شریف شرفیار
کتونکی: مسعود جهش