1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: پاکستاني طالبانو روزنيز مرکزونه جوړ کړي

شريف شرفيار/ هرات۱۳۹۱ بهمن ۳۰, دوشنبه

د بادغس ولايت چارواکي وايي چي په سيمه کي ئې پاکستاني طالبانو روزنيز تروريستي مرکزونه جوړ کړي دي. خو د کورنیو چارو وزارت بیا پر دې سربیره چي په دغه ولایت کې د طالبانو له شتونه انکار نه کوي وايي تهدید لوی نه دئ.

https://p.dw.com/p/17fwV
انځور: AP

د بادغيس د والي وياند سيد شراف الدين مجيدي په هرات کي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي په بادغیس کې د طالبانو روزنيز مرکزونه به نه يوازي افغانستان بلکي په راتلونکې کي د سيمي له پاره يو ستر گواښ وي.

هغه وويل: «پاکستانیان د بادغیس په ځينو سیمو کې عملاً حضور لري، داسي راپورونه هم شته چي پاکستاني جنګیالي افغان طالبانو ته د تخریبي فعالیتونو روزنه ورکوي دا کره معلومات دي.»

د بادغیس د والي ویاند د طالبانو په لیکو کې د پاکستاني طالبانو شتون یوه خطرناکه موضوع وبلله او زياته ئې کړه: «که ئې مخنيوی و نه شي بدي پایلې به ولري.»

په ولسی جرګه کې د بادغیس د خلکو استازي صفیه ایماق، هم په خپل ولایت کې د پاکستاني طالبانو په لیکو کې یوه مهمه ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چي بهرني طالبان د افغان هغو په پرتله ډیرسخت زړي او انساني حقونو ته هیڅ درنښت نه لري:

«سل په سلو کې پاکستاني جنګیالي په بادغیس کي شته؛ دا ځکه ټول هغه طالبان چي تر اوسه له سولي پروسې سره یوځای شوي دي په مرکو کې ئې په ډاګه ویلي دي، چي پاکستانیان ئې روزنه او جنګي تجهیزات ورکوي.»

خو د افغانستان د کور نیو چارو وزارت ویاند صدیق صدقي، د بادغیس د محلي چارواکو ادعا ردوي او وايي چي په دغه ولايت کي هرڅه په کنترول کي دي. هغه وايي نه يوازي دا چي په بادغیس کې پاکستاني طالبان نشته، بلکې سیمه يیز طالبان هم د مرکزونو د جوړښت توان نه لري:

«د طالبانو کمکي ډلي به په ځینو ولسوالیو کې شتون ولري، خو په دې کچه هم نه دي چي امنیت ته جدي ګواښ جوړ کړي او ترکومه ځایه چي په بادغیس کې د پاکستاني طالبانو د حضور خبره شوې ده دا زه په کلکه ردوم، هلته امنیت ډاډ من دی، طالبان د ښکاره فعالیت توان نه لري.»

دا يوازي بادغيس ولايت نه دئ چي ويل کيږي پاکستاني طالبان پکښې فعاليت لري، بلکي څو ورځي مخکي د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي هم د پاکستاني طالبانو څخه ځايي اوسېدونکي په تکليف او پرضد ئې اولسي پاڅون پيل کړ.

د کونړ ولايت چارواکي خو بيا د دغه ولايت په څو ولسواليو کي د پاکستاني طالبانو له فعال حضور څخه په وارو وار خبرداری ورکړی دئ.