1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بادغيس: بهرني ځواکونه دي نه وځي

۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبه

د بادغيس چارواکي وايي، له دغه ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره به يوه امنيتي تشه را منځ ته سي. خو د هرات ولايت چارواکي بيا وايي، چي د امنيتي مسئوليت د لېږد دريم پړاو ته چمتو دي.

https://p.dw.com/p/15P9j
انځور: Reuters

د بادغیس والي دلبر جان ارمان، د خپل ولایت امنیتي وضعیت ته په کتو سره ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده، او ويلي ئې دي، چي په دغه ولايت کي د بهرنيو ځواکونو د ماموريت تر ختمېدو وروسته، وضعيت ځکه د اندېښنې وړ دئ، چي افغان ځواکونه ډير لږ دي.

دلبرجان په هرات کي يوې امنيتي غونډي ته په خپلو خبرو کي وويل، چي له خپل ولايت څخه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره مخالف دئ:

«هغه شفر چي ماته را رسېدلی دئ، دا دئ چي مرکزي اداره زموږ ځواکونه له بادغیس څخه بل لوری ته لیږدوی. د قول اردو قوماندان ته دغه هدایت ورکړل شوی دﺉ. زه موافق نه یم.»

هغه زياته کړې ده، چي موږ په سیمه کي له امنيتي ستونزو سره مخامخ کیږو او امنیتي مشکلات لرو:«خو پریکړه داسي شوې ده، چي د ځواکونو لویه برخه دي هلمند یا کندهار ته ولېږل شي. له دې تصمیم سره په ډاګه مخالف یم.»

بادغیس د افغانستان د غرب زون ولایاتو په تشکیل کښي له شمال لوېدیز ولایتونو څخه دئ، چي د راپورونو پر اساس پر ډيرو سيمو ئې له تیرو څو کلونو راهیسي د افغان حکومت مخالف وسله وال څرګند حضور لري.

ددغه ولايت د بالامرغاب، غورماچ او مقر په ولسوالیو کي د سيمه ييزو خلکو په خبره وسله وال طالبان واک چلوي. د عینی شاهدانو په وینا د ډيرو ولسواليو له مرکزونو پرته نور په ټوله سیمه کي د حکومت مخالف وسله وال طالبان مرکزونه لري.

د امنيتي مسئوليت د سپارلو پروسې په دوهم پړاو کي تير کال ددغه ولايت پر مرکز قلعه نو سر بيره ښار ته نژدې ابکمرۍ ولسوالۍ امنيتي چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سوې.

بله خوا بيا په غرب زون کي د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان، جنرال تاج محمد جاهد، وايي چي ځواکونه ئې د امنیت د لیږد دریم پړاو ته پوره تیاری لري او د پلان تر پلي کولو وړاندي به په سیمه کي پراخ عملیات وکړي:

«زه تاسو ته ډاډ درکوم، چي امنیتي ځواکونه، په ځانګړی ډول ۲۰۷ ظفر قول اردو، د امنیت د لیږد د دریم پړاو منلو ته تیار دئ. موږ له نورو ټولو امنیتي ادارو سره په همغږۍ د پراخو عملیاتو د پلي کولو پلان لرو، هر چيري چي ياغیان او مخالف وسله وال مرکزونه ولري له منځه به ئې وړو.»

شريف شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل