اېمنسټي پراروپايي ټولنې نيوکې کوي
۱۳۸۶ خرداد ۲۵, جمعهد رئيسه هيأت وياند شټېفان » کېسلر « وويل:» د اروپايي ټولنې په عقيده، دايوه په بشپړه توگه رووښانه خبره ده، چې د اروپايی ټولنې په غړوهېوادونوکې اوله هغونه بهر، بايد د بشرحقوق په ټولوسياسي برخوکې د اوليت حق ولري. خوپه عمل کې اروپايي ټولنه له دغه اصل نه ډېره لېرې ده. د بېلگې په توگه، د اروپايي ټولنې په غړوهېوادونوکې د جټانو لږه کي يا اقليتونه له توپيرياتبعيض نه ندي ژغورل شوي، په کلکه د دې مخنيوی کېږي چې مهاجرين په اروپاکې د پناه غوښتنه وکړي. «
د تروريزم پرضد جگړې نه ناوړه گټه
د اېمنسټي انټرنېشنل د آلمان د اتحادي جمهوريت د څانگې د کلنۍ غونډې برخه والو، د آسيا ـ اروپا د غونډې ) اې اېس اي اېم ( په گڼ شمېردولتونوکې د بشرحقوقوته د سختوسپکاويوله کبله، دغه دولتونه وغندل. د ) اې اېس اي اېم ( په ټولوآسيايي غړوهېوادونوکې، د کمپوچيااوفلپاين په استثنا، د اعدام جزاعملي کېږي. د نوموړې غونډې په پرېکړه ليک کې ويل کېږي:» د ) اې اېس اي اېم ( گڼ شمېردولتونه له ‘ د تروريزم پرضد جگړې ’ نه د دې لپاره کاراخلي، چې په خپلوهېوادونوکې د مخالفينوخولې وروتړي. «