1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اېمنسټي انټرنېشنل: آلمان د کورناز د اوږد حبس مسؤل دی

حسن » بری «۱۳۸۶ فروردین ۲۴, جمعه

د آلمان د فدرالي جمهوريت پخوانی حکومت، چې د آلمان د سوسيال ډيموکرات گوند ) SPD ( او د شنو د گوند ) Die Grünen ( له ائتلاف نه جوړوو، هم، په گوانتاناموکې د ترکي الاصله آلماني مورات » کورناز « د اوږد حبس مسؤليت په غاړه لري.

https://p.dw.com/p/DMqq
انځور: AP

» کورناز « په گوانتاناموکې بې گناه او د نړيوالوقوانينوپرخلاف څلورنيم کاله زنداني وو او بشري حقوقوته يې ډېر سخت سپکاوی شويدی. د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې اېمنسټي انټرنېشنل د آلمان د څانگې مشره، باربارا » لُخ بيلر «، وايي:» د آلمان د فدرالي جمهوريت پخواني حکومت د کورناز د حبس د ټاکونکي کمېدولپاره له امکاناتوڅخه کار وانه خيست، بلکه له آلمان نه د نوموړي د لېرې کولولپاره يې هرڅه وکړل.

لږترلږه باېد د لومړي وزير د دفترپخوانی مشر، شټاين ماير، له کورنازنه بښنه وغواړي. « لُخ بيلر زياتوي: » د آلمان اوسني حکومت ته ښايي چې د کورناز ملاتړ وکړي چې د امريکاله متحده ايالتونونه د اوښتي زيان تلافي ترلاسه کړي او له نوموړي سره په آلمان کې ورځني ژوند ته په لارې موندلوکې مرسته وکړي. «


د مرستې پرځای ستونزې جوړول
د بشر د حقوقو د نړيوالې ټولنې اېمنسټي انټرنېشنل د آلمان د څانگې مشره، باربارا » لُخ بيلر «، وايي:» د آلمان د سياسي او استخباراتي برخومسؤلينو، د کورناز د بې گناهۍ ټکي بې پاملرنې پرېښوول. د دې پرځای يې آلمان ته د کورناز د راتلو د بنديز امروکړ، کوم چې تازه په ٢٠٠٦ کال کې له مېنځه يووړل شو. داسې ښکاري چې د بشرحقوق د نوموړو برخو په کارکې کوم رول نه لوبوي. «