ای فون پنځه بازار ته عرضه کیږي
۱۳۹۱ شهریور ۲۳, پنجشنبهد اپل لومړی بازار د المان، متحده ایالاتو، انګلستان، استرالیا، کانادا، هانکانګ، جاپان او سینګاپور بازارونو ته ورسیږي.
د نوی ای فون (iphone 5) تر اعلانیدو مخکي د هغه په اړه بیلا بیلې اوازې خپرې شوې وې. اپل غواړي د خپل نوي تلیفون له اعلانولو سره د ګرځنده تلیفونونو په مارکیټ کې خپل موقف وساتي. اوس ای فون د سمسونګ له «ګلکسي درې» تلیفون سره په کلک رفابت کې دﺉ.
د ای فون پنځه هینداره د پخواني تلیفون په پرتله لویه ده. دا د ایفون تر جوړیدو راهیسي په دې ډول تلیفونونو کې کارول شوي تر ټولو لویه هینداره ده. خو اوس هم د ای فون هینداره د سمسونګ، موترولا او HTC تلیفونونو په پرتله کوچنۍ ده.
ای فون پنځه د پخواني ماډل ای فون څلور په پرتله سپک او نری دﺉ. په دې تلیفون کې همداراز د اپل کمپنۍ نوی پروګرام چې IOS6 نومیږي کارول شوی دﺉ.
د اپل کمپنۍ همداراز وایي چې دغه تلیفون به د خپل پخوانی ماډل په پرتله دوه وارې ګړندی وي او همداراز به انترنت پاڼې هم په کم وخت کې ښيي.
د ای فون پنځه کمره د پخوانیو ماډلونو په څير ده خو اپل وایي چې د دې تلیفون کمره د پخوانیو ماډلونو په پرتله په لږ وخت کې انځورونه اخلي او د دې وړتیا لري چې په تروږمۍ کې هم روښانه انځورونه واخلي.
د اپل کمپنۍ ادعا کوي چې د دې تلیفون په جوړولو کې ئې تر ټولو ښه تخنیک کارولی دئ. دا چې په بازارونو کې به له ای فون څخه څرنگه هرکلی وشي د وخت په تیریدو سره به معلومه شي.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل