1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ترهګرۍ سره جګړه په سم لوري روانه نه ده»

میرویس جلالزی۱۳۹۱ مهر ۲۹, شنبه

د افغان ولسمشر ویاند ایمیل فیضي، د شنبې په ورځ په کابل کې وویل چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره جګړه په سم لورې روانه نه ده. هغه زیاته کړه چې افغان حکومت له ډیر وخت راهیسې هڅه کوي چې غربي هیوادونه په دې خبره قانع کړي.

https://p.dw.com/p/16TiR
انځور: Getty Images

ایمیل فیضي وویل: «هغه څه چې په افغانستان کې په نا سم لوري روان دي، افغانان هره ورځ قرباني کوي. موږ د اصلاحاتو له پاره پر لویدیځ او امریکا فشار اچوو چې د ترهګرۍ ضد روانې جګړې ته چې په سم لوري نه ځي سمون ورکړي او د ترهګرو اصلي ځالي، پټنځایونه او روزنیز مرکزونه په نښه کړي.»

ولسمشر کرزي تر دې مخکې څو وارې ویلي وو چې د افغانستان په کلیو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د جګړې پر ځای باید د دې هیواد د پولو بلې غاړې ته د ترهګرو اډې او روزنیز مرکزونه په نښه کړي.

ښاغلی فیضي هم وویل چې غربي ځواکونه باید ترهګر د افغانستان په کلیو کې و نه لټوي ځکه د هغه په خبره دا کار پخپله افغانان په ښه توګه کولای شي.

د فیضي د وینا له مخي ترهګر هغه وخت په سمه توګه په نښه کیدای شي چې د جګړې اغیزمنتوب مثبت ثابت شي نه دا چې یوازي افغانان هره ورځ قرباني وکړي او د دې پر ځای چې په حالاتو کې سمون راشي ګډوډۍ زور واخلي.

د ولسمشر ویاند زیاته کړه چې افغان لوري وخت نا وخت او له ځنډ پرته د حالاتو ریښتینی انځور د امریکا متحده ایالتو ته وړاندې کړی دﺉ او د حالاتو د سمون له پاره یې خپلې مشورې له هغوی سره شریکې کړې دي:

«موږ دغه ټولې ستونزې د امریکا متحده ایالتو او غربي نړۍ ته رسولي دي. کله چې هغوی دغو اندیښنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی پړه یې پر هغوی ده، ځکه هغوی په افغانستان کې پوځي جګړه پیل کړې ده او ستراتیژي یې هم هغوی جوړه کړې ده.»

په وروستیو کې واشنګټن او کابل پر یو بل باندې نیوکې کوي. تر دې مخکې پخپله ولسمشر کرزي هم په یوه خبري کنفرانس کې ویلي وو چې امریکا باید د افغانستان د کلیو پر ځای د ترهګرو روزنیز مرکزونه په نښه کړي. د کرزي تر دې خبرو وروسته د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا، ویلي وو چې ولسمشر کرزی باید پر امریکایي سرتیرو د نیوکو پر ځای له هغوی څخه مننه وکړي.