1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: یوه نامعلومه شخص مشاورین وژلي دي

۱۳۹۰ اسفند ۶, شنبه

په افغانستان کې د ایساف د ځواکونو ویاند له دویچه ویله سره په یوې ځانگړې مرکه کې ویلي دي چې د دوو بهرنیو مشاورینو د وژل کیدو په اړه پلټنې روانې دي. هغه ویلي دي چې اوس د ناټو ټول مشاورین امن مرکزونو ته راغوښتل شوي ديٍ.

https://p.dw.com/p/14A31
انځور: Reuters

له دویچه ویله سره په یوې ځانگړې مرکه کې د ایساف ویاند جنرال کارستن یاکوبزون، ویلي دي چې د افغانستان د کورنیو چارو په وزارت کې دوه بهرني روزونکي وژل شوي دي. هغه زیاته کړې ده چې له پېښې وروسته د ناټو عمومي قوماندان یوه اعلامیه خپره کړې ده چې له مخې ئې د ناټو ټول مشاورین د ایساف او ناټو مرکزونو ته راغوښتل شوي دي.

یاکوبسن ویلي دي: «موږ په کابل کې د رامنځ ته شوې پېښې له جزئیاتو څخه خبر نه یو. خو یقیني خبره دا ده چې یوه نامعلومه شخص د ایساف پر دوو تنو منسوبینو باندې ډزې کړي دي چې په پایله کې ئې هغوی دواړه وژل شوي دي. موږ د پېښې په اړه د افغان چارواکو په مرسته پلټنې پیل کړي دي.»

د ایساف ویاند جنرال کارستن یاکوبزون، د پېښې په اړه به پلټنې پیل کړي.
د ایساف ویاند جنرال کارستن یاکوبزون، د پېښې په اړه به پلټنې پیل کړي.انځور: picture alliance/Photoshot

یاکوبسن زیاته کړې ده چې حنرال الین یوه اعلامیه خپره کړې ده چې پکښې ویل شوي دي چې ناټو به له افغان چارواکو سره په گډه د دغې پېښې د روښانه کولو په موخه کار وکړي. د هغه په خبره د پېښې د عامل د پیدا کولو له پاره کار روان دئ.

یاکوبسن دا خبره منلي ده چې ناټو په افغانستان کې له ټولو وزارت خانو څخه خپل مشاورین خپلو مرکزونو ته راغوښتي دي. د هغه په خبره دا کار د مشاورینو د امنیت له پاره تر سره شوې دئ.

د یاکوبسن په خبره لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې د کابل د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوې پېښه په افغانستان کې له روانو مظاهرو سره تړاو لري او که نه.

تر دې مخکې دوو افغان چاروکو ویلي وو چې د کورنیو چارو په وزارت کې وژل شوي دوه امریکایي مشاورین د یوې شخړې په پایله کې له منځه تللي دي. دغو چارواکو زیاته کړې وه چې امریکایي مشاورین د یوه بل بهرني وکړي له لوري وژل شوي دي خو دا خبره د ناټو د یوه ویاند جیمي کومینگز، له خوا رد شوې وه.

د دغو افغان چارواکو په خبره پېښه په داسې یوې خونې کې رامنځ ته شوې ده چې ورڅخه یوازې بهرنیو مشاورینو د کار اخیستلو اجازه لرله. دغو چارواکو د نوم د نه اخیستلو په شرط خبرې کړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم د پېښې پخلی کړی دﺉ خو ویلي ئې دي چې لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې دغه دوه بهرني مشاوین څرنګه وژل شوي دي.

یو افغان چارواکي د رویترز خبري آژانس ته د نوم د نه اخیستلو په شرط ویلي دي چې د ډزو پر مهال په سیمه کې افغان او امریکايي سرتیري موجود ول. د دغه چارواکي په خبره لا روښانه نه ده چې دغه بهرني مشاورین د چا له خوا وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ته اوس څوک د تگ راتگ اجازه نه لري. په افغانستان کې له هغه وروسته تاوتریخوالي زیات شول چې د بگرام په پوځي اډې کې د قرآن شریف په گډون یو شمیر ديني کتابونو ته اور ورته شو.

طالبانو د پېښې پړه پر غاړه اخیستي ده او ویلي ئې دي چې دغه کار ئې په بگرام کې د قرآن شریف د سوځولو د بېښې د غچ اخیستلو په موخه تر سره کړی دئ. خو طالبان کله نا کله د داسې پېښو مسئولیت چې دوی نه وي تر سره کړي پر غاړه اخلي.

دا چې د کورنیو چارو په وزارت کې رامنځ ته شوې پیښه په افغانستان کې له روانو مظاهرو سره تړاو لري او که نه لا نه ده روښانه شوې.

یادښت: دغه خبر هره گړۍ تازه کیږي
مسعود جهش