1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایساف: د بن لاډن وژنه به جګره سخته کړي

۱۳۹۰ اردیبهشت ۱۹, دوشنبه

د یوې اونۍ په تیریدو د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې میشتو سوله ساتو ځواکونو د القاعدې ډلي د مشر د مړینې په باب خپل درسمي غبرګون اعلام کړ.

https://p.dw.com/p/11CId
انځور: AP


ایساف د اسامه وژنه د هغه د تنظیم او طالبانو پر وړاندي یو لوی ګزار وبلل او په عین حال کې یې خبر داری ورکړ چی دولت ضد بلواګر به خپل بریدونه په راتلونکو ورځو کې نور هم چټک کړي.

اسامه بن لاډن دقیقا یوه اونۍ دمخه د امریکایی کومانډو سرتیرو له لوري د پاکستان په ایبت آباد ښار ګوټې کې ووژل سو.

په افغانستان کې د ایساف ځواکونو د اړیکو د ریاست مرستیالې برید جنرال وایت کراس نن په کابل کې د یوې خبري غونډي پر مهال وویل چې دوي ته داسي راپورونه را رسیدلي چې القاعده او طالبان په ګډه غواړي په را روانو ورځو کې خپلو بریدونو ته شدت ورکړي .

د ایساف ځواکونو د دغې جنرالې په خبره چې کورنی او ګڼ ملیتیزه سرتیرو لا وختې د بریدونو د شنډولو او مخ نیوي لپاره پوځي تابیا نیولي ده .

میرمن وایټ د هغې پوښتنې په ځواب کې چې بن لاډن خو د افغانستان د پولو هغې خوا ته ووژل سو ایا امکان یې سته چی بهرني ځواکونه په نوروترهګرو پسې د افغانستان له خاورې هغې غاړي ته ور واوړي .

وویل چی د دوي ځواکونو ته یوازي د افغانستان په خاوره کې د سوله ساتې ماموریت د پر مخ بیولو دنده سپارل سوي او نسي کولای چې د افغانستان له پولو هغي غاړي ته عملیات وکړي. میرمن وایټ وړاندي وویل:

«دغه بریدونه به زمونږ په هغولاس ته راوړنو اغیزي و نه کړي چې افغان ځواکونو او ایساف ځواکونو په تیر ژمي کی تر لاسه کړي دي.»

جنرال وایټ دا هم وویل چی د بن لاډن په مړینې سره د سوله ساتونکو ځواکونو ماموریت سر ته ندی رسیدلی او ناټو/ایساف به له افغانستان سره په خپلو اوږد مهالو مرستو ولاړ پاتي سي.

په دغه خبري غونډه کې د ناټو ځواکونو ملکي ویاند هم د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

ښاغلی چمبرز د اسامه بن لاډن مړینه د افغانستان او د دغه ملک ټولو متحدینو ته یو لوی بری وباله او ټینګار یې وکړه چې له ترهګرۍ سره به روانه جګړه کې کموالی رانسي. هغه وویل:

«اسامه بن لاډن د یولسم سپټمبرد بریدونو اصلي طراح او د زرګونو انسانانو د وژلو طراح وو، هغه زمونږد ملتونو ملي امنیت او د نړۍ ټیکاو ته یوه جدي ننګونه او خطر وو.»
په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د مطبوعاتي ریاست مرستیالي همدا راز د کندهار بریدونو ته په اشاره کې وویل چې دغه بریدونه د دښمن پوره ضعف او کمزورتیا ښیې دا ځکه چې ډیره مرګ ژوبله یې ولسي افغانانو ته اړولي ده.

میرمن وایټ په دغه خبري غونډه کې د پخلایني د بهیر د چټکوالي څخه خوښي څرګنده کړه او ویویل چې شاوخوا دوه زره ناراضي طالبان په څو محدودو میاشتو کې د سولې له بهیر سره یو ځای شوي او دا ښیې چې دولت ضد زورپالي نور له جګړې سره مینه نه لري. جنرال وایټ وويل:

«دوه زره نور زور پالي د سولې له بهیر سره د یو ځای کیدو په حال کې دي، د هغوي او افغان دولت تر منځ خبري رواني دي چې څرنګه له جګړې څخه لاس په سر او له خپلي سولیزي ټولني سره یو ځای سي.»

د ناټو دغو دوو چارواکو په خپلو خبرو کې یو ځل بیا د کابل له حکومت سره د دغه تړون د همکاریو په دوام ټینګار وکړ.

هغوي ویل چي سږکال به د پوځي برخو ترڅنګ په ملکي اړخ کې هم ناټو په سلهاوو ملیونه امریکایی ډالر د افغانستان د خلکو د ژوندانه د ښه کولو لپاره ولګوي.

ميرويس جلالزی / کابل
کتونکی: احمدولي اڅکزی