1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«ایران له افغانستان څخه بهرني اسعار ټولوي»

۱۳۹۱ شهریور ۱۶, پنجشنبه

د افغانستان د صرافانو د ټولنې مشر وایي چې ایران ‎هڅه کوي چې په افغانستان کې خپلې پېسې له بهرنیو اسعارو سره تبادله کړي. له دې کار سره ښایي ایران غواړي چې ‎خپلې اسعاري ذخیرې پیاوړې کړي.

https://p.dw.com/p/164LE
انځور: dapd

د افغانستان د صرافانو د ټولنې مشر نجیب اختري، وایي چې ایران د افغانستان په لویدیځو برخو کې د اسعارو له بازارونو څخه په غیر قانوني ډول بهرني اسعار راټولوي چې خپلې اسعاري ذخیرې قوي کړي.

اختري زیاتوي چې دغه خبره ئې د افغانستان د مرکزي بانک له چارواکو سره شریکه کړې ده. د هغه په خبره په افغانستان د متحده ایالاتو سفارت له افغان صرافانو څخه غوښتي دي چې له ایراني بانکونو سره معاملې و نه کړي ځکه چې دا بانکونه د امریکا په تور لست کې شامل دي:

«د ایران تومان د بهرنیو اسعارو پر وړراندي له نړیوالو بندیزونو وروسته سل په سلو کې لویدلي دي نو ځکه ایران هڅه کوي چې له افغانستان سره د اوږدو او د نه کنترولیدونکو پولو له لارې خپلې خاورې ته هر کال په میلیاردونو ډالر ولیږدوي او په بدل کې ئې خپله کرنسي (تومان) افغانستان ته ولیږي.»

ایران د دې هیواد د اتومي پروگرام له کبله اوس تر نړیوالو تحریمونو لاندې دئ. د دې تحریمونو په ترڅ کې متحده ایالاتو او یو شمیر اروپایي هیوادونو پر ایراني بانکونو باندې تحریمونه وضع کړي دي او د هغوی پانگې ئې کنگلې کړي دي.

افغان صرفان وایي چې اوس ایراني پیسو «تومان» په بې سارې توګه خپل ارزښت له لاسه ورکړی دئ او ایران غواړي چې د افغانستان په پولي مارکیتونو کې د خپلو اسعارو په پلورلو سره خپل کورنی مالي کړکیچ له مینځه یوسي.

د افغانستان د مالیې وزارت چارواکي وايي چې په دې موضوع خبره دي. هغوی وایي چې د دې کار د مخنیوي په موخه ئې پر ځینو اقداماتو باندې لاس پورې کړی دئ. د دې وزارت ویاند وحیدالله توحیدي وايي: «ګاونډي هیوادونه څه خبر څه نا خبره د خپلې ګټو له پاره او د خپل اقتصادي ودې له پاره د افغانستان له اقتصادي مسایلو څخه د ځان له پاره ګټه اخلي. هغوی د دې پروا نه لري چې د ګاونډي ملک اقتصاد ته ئې تاوان اوړي.»

د افغانستان د سوداګري او صنایعو خونو چارواکو څه موده مخکې اندیښنه ښولي وه چې د افغانستان له مارکیټونو په لویه کچه ډالر او یورو ایستل کیږی چې له کبله ئې د افغانستان اقتصاد ته تاوان رسیدای شي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له افغانستان سره هر کال د میلیاردونو امریکايي ډالرو په ارزښت سوداګريزه راکړه ورکړه لري.

میرویس جلالزی/ کابل
کتونکی: مسعود جهش