ایران: سوریې ته مو د سپاه انقلاب غړي نه دي استولي
۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبهاعلان
د ایران د بهرنیو چارو وزیر هغه رپوټونه رد کړل چې ګواکي سوریې ته ۴۶ استول شوي ایراني زیارت کوونکي د ایران د «سپاه پاسدارن» غړي دي. د ایران د حکومت یوه ویاند وویل چې د عربي رسنیو دغه شان رپوتونه غلط دي.
د سعودي عربستان خبري آژانس العربیه، یوه ویدیو خپره کړې ده چې پکښی تښتول شوي ایرانیان ښول کیږي. په دې ویدو کې د هغوی د هویت کارتونه هم ښول کیږي چې ګواکې هغوی زیارت کوونکی نه بلکې د ایران د سپاه پاسداران غړی دي.