ایران د Scan Eagle په نوم بې پیلوټه الوتکي جوړول پیل کړي
۱۳۹۱ آذر ۲۸, سهشنبهاعلان
د ایران د معلوماتو له مخې، دوی د (Scan Eagle) په نوم د یوې بې پیلوټه الوتکې په جوړولو پیل کړی دی. دغه ډول الوتکي اصلاً په متحده ایالاتو کې جوړیږي. د ایران د دولتي خبري آژانس ایرنا، د يوه پوځي چارواکي علي فدوي، له قوله ویلي دي چې دغه بې پیلوټه الوتکه به د ایران د سمندري پوځونو او سپاه انقلاب له لوري استعمالیږي. فدوي زیاته کړې ده چې تر اوسه د بوئینگ، شرکت جوړي شوې درې بې پيلوټه الوتکه د ایران لاس ته ورغلي دي. هغه وړاندي ویلي دي چې سکېن ایگل، نومې بې پیلوټه الوتکه ۱،۳۷ متره اوږدوالی لري او د وزرونو اوږدوالی یې ۳،۱۱ مترو ته رسیږي. زیاته شوې ده چې دغه بې پیلوټه الوتکه کولای شي چې ۲۴ ساعته پرواز وکړي. د ۲۰۱۱م کال د دسمبر په میاشت کې ایران د RQ 170 په نوم یوه امریکاي بې پیلوټه الوتکه چې مسلح نه وه ولکه کړې وه.