1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران د عراق له غونډې ناخوښه دئ

۱۳۹۱ خرداد ۴, پنجشنبه

د اتمی شخړې پر سر د ایران او لویدیځ دریځونه نور هم سره سخت شول. په بغداد کې د ایران د اټومي شخړې پر سر د لویځو هیوادونو او ایران تر منځ په خبرو اترو کې نوي وړاندیزونه شوي دي چې ښایي ایران ئې ناخوښه کړی وي.

https://p.dw.com/p/151wF
انځور: ISNA

په داسې حال کې چې نړیوال پلاوی په خبرو اترو کې د خوځښت خبرې کوي، ایران ستر قدرتونه تورن کړي دي چې د خبرو اترو فضا ئې نوره هم سخته کړې ده. ایران له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د دغه هیواد پر ضد په لګول شوو بندیزونو کې اسانیتاوې رامنځ ته کړي.

د ایراني پلاوي ویاند مهدي محمدي، وویل چې اوس بحث پر دې خبرې روان دئ چې ایا په راتلونکې کې خبرو اترو ته دوام ورکړل شي او که نه؟ هغه زیاته کړه چې په غونډه کې د سوله ییزو اهدافو له پاره د ایران له خوا د اټومي پروگرام پر پرمخ بیولو باندې خبرې اترې و نه شوې.

د المان او د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو یعنې امریکا، روسیې، فرانسې، بریتانیې او چین استازو د بغداد په خبرو اترو کې ایران ته یو نوی وړاندیز وکړ چې له مخې ئې باید ایران د یوارنیمو د شتمن کولو درجه ۲۰ سلنه ته راټیټه کړي.

د اروپا د اتحادیې د بهرنیو چارو د وزیرې ویاند مایکل من، وویل: «موږ ایران ته یو نوی وړاندیز وکړ. په دې وړاندیز کې غوښتل شوي دي چې ایران باید د یورانیمو د شتمن کولو درجه له ۲۰ څخه زیاته نه کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د ایران استازي دغه وړانديز نه مني. لویدیځ هیوادونه اندیښنه لري چې ایران ښایي د یورانیمو د شتمن کولو کچه ۹۰ سلنه لوړه کړي. له دې سره نو ایران د دې توان پیدا کوي چې اټومي وسلي جوړې کړي.

ځینی ایراني دیپلوماتان چې له دې خبرو اترو سره له نزدې تماس لري وایي چې د استابنول مذاکرات د بغداد د غوندې په پرتله ډیرې مثبتې وې.

آژانسونه/ عبدالباري حکیم
کتونکی: مسعود جهش