ایران د تایلند له پیښو سره تړاو درلودل رد کړي دي
۱۳۹۰ بهمن ۲۶, چهارشنبهاعلان
ایران ویلي دي چې په تایلند کې د اسرائیلو پر سفارت له بریدونو سره تړاو نه لري. د ایران په یوې دولتې ویبپاڼه کې د تایلند د بریدونو پړه پخپله اسرائیلو وراچول شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې اسرائیل غواړي د ایران او تایلند تاریخي اړیکي زیانمنې کړي.