1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران بیا توغندي ازمویلي دي

۱۳۹۴ اسفند ۱۹, چهارشنبه

د نوو بندیزونو له گواښونو سره سره ایران د توغندیو ازموینو ته ادامه ورکړې ده. ویل شوي دي چې دغه توغندی تر اسرائیلو پوري خپل هدف په نخښه کولای شي. امریکا غواړي چې د دغي ازمویني موضوع د ملگرو ملتونو په اجندا کې شامله کړي.

https://p.dw.com/p/1I9qd
Iran Raketentest
انځور: Reuters/farsnews.com

لکه څرنگه چې ایراني خبري آژانسونو فارس، او تسنیم رپوټ ورکړی دی، د ایران اسلامي جمهوریت دوه توغندي توغولي دي چې تر ۱۴۰۰ کیلومتره واټن پوري خپل هدف ویشتلای شي. د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې د ایران د انقلابي گارد یوه لوی قوماندان دا خبره منلې ده چې د توغندیو پروگرام اسرائیل ته متوجه دی.

د ایرنا، په نوم خبري آژانس د برید جنرال امر علي حاجي زاده، له قوله لیکلي دي: «موږ خپل توغندي تر ۲۰۰۰ کیلومتره فاصلې له پاره جوړ کړي، څو زموږ دښمن صیهونستي رژیم له یوې ډاډمني فاصلې څخه په نخښه کړای شو.»

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د راپور له مخې پر دغو توغندیو باندي په عبراني ژبه دا جمله چې «اسرائیل باید له منځه یوړل شي» لیکل شوې ده. اسرائیلو لا تر اوسه په دې هکله خپل دریځ نه دی اعلان کړی. اوسمهال د امریکا متحدو ایالاتو مرستیال ولسمشر جو بایدن، په اسرائیل کي په سفر بوخت دی.

امریکا د سختو بندیزونو گواښ کړی دی

د ایران د معلوماتو له مخې د سه شنبې په ورځ یې د لنډ، منځني او لیري واټن ویشتونکو توغندیو آزمویني کړي دي. امریکا متحدو ایالاتو اندېښنه ښوولې ده چې ښایي توغول شوي توغندي د اتومي سرگلولو د انتقالولو وړتیا ولري.

امريکا ویلي دي چې دغه اقدام به د ملگرو ملتونو د امنیت شورا په اجندا کې شامل کړي او په عین وخت کې یې د امريکا له لوري پر ایران د بندیزونو د سختولو گواښ کړی دی. خو ویلي دي چې دغه ازموینه د تیر کال په جولای میاشت کې د ایران د اتومي پروگرام پر سر له هوکړي څخه سرغړونه نه ده.

د روان میلادي کال د جنوري میاشتې په نیمایي کې پر ایران زیاتره سوداگریز او اقتصادي بندیزونه لیري شول. دغه تړون ایران د اتومي وسلو له جوړلو څخه منع کوي.

که څه هم په جنوري میاشت کې د ایران پر ضد زیاتره جزایي اقدامات لیري شول، خو امریکا متحدو ایالاتو د ایران د توغندیو پروگرام له کبله پر دغه هیواد باندي نوي بندیزونه ولگول.

ایران دغه بندیزونه ناحقه وگڼل، ځکه چې په وینا یې دغه پروگرام کوم اتومي اهداف نه تعقیبوي. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو یو پریکړه لیک تهران د بالستیک یا قاره یي توغندیو له استعمال څخه منع کوي.