ایران او پاکستان په لا ډیرې همغږې ټینګار کړی
۱۳۹۰ شهریور ۲۲, سهشنبهګیلانې دا وخت د یو لوړ پوړي هیت سره د ایران په رسمي سفر بوخت دی. احمدي نژاد د ګیلاني سره په خبرو اترو کې ویلي:
«د تروریزم پر ضد جګړه د هیوادونو او ملتونو تر منځ یووالي او هم غږۍ ته اړتیا لري.»
احمدي نژاد زیاته کړې چې د دواړو هیوادونو دښمنان او د سیمي ځیني ریاستونه نا امنیو ته لمن وهي او غواړي چې په دغه کړنو سره د سیمي د هیوادونو د پر مختګ مخه ډب کړي.
د دغي انټرنیټ پاڼې په وینا په دغه لیدنه کتنه کې د پاکستان لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، ویلي چې اسلام آباد او تهران کولای شي چې د ژورې همکاریې او همغږۍ پر مټ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې مؤثره ګامونه اوچت کړي.
د دغې انټرنیټ پاڼې په وینا، ګیلاني، د دې خبرې هم ژمنه کړې چې پاکستان به هیچا ته اجازه ور نه کړي چې د دواړو هیوادونو دوه طرفه اړیکو ته تاوان ورسوي.
د روان کال د جون په میاشت کې ایران، پاکستان او افغانستان په تهران کې د ترهګرې پر ضد یوه غونډه کې د اورپکو خلاف په ګډه توګه د مبارزي په سر، هوکړه کړې وه.
د پاکستان د لمړي وزیر، یوسف رضا ګیلاني، د دې رسمي سفر تر مخه د پاکستان ولسمشر، آصف علي زرداري، د جون او جولایې په میاشتو کې دوه وراې ایران ته سفر کړی.
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، علي اکبر صالحي، هم تیره اونۍ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی وو تر څو د پاکستان له دولت سره خپل اقتصادي او سیاسي نظرونه شریک کړي.
اژانسونه/ سیدریاض
کتونکی: مسعود جهش