1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایبټ آباد: پر پوځي چوڼۍ توغندي وتوغول شول

۱۳۹۰ بهمن ۷, جمعه

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د جمعې په ورځ د پاکستان پر یوي مهمي پوځي چوڼۍ توغندي توغول شوي دي، چي مرګ ژوبله ئې نه ده پېښه کړې. دا هغه پوځي چوڼۍ ده چې څنګ ته ئې د القاعدي د شبکي مشر، اسامه بن لادن، څو کاله پټ ژوند کاوه.

https://p.dw.com/p/13rfc
آرشیف انځور: اسامه بن لادن هم د ایبټ آباد په ښار کي ووژل شو
آرشیف انځور: اسامه بن لادن هم د ایبټ آباد په ښار کي ووژل شوانځور: AP

د کاکول پوځي اکاډمي له پلازمنیي اسلام آباد څخه د ۵۰ کیلومیترو په واټن کي پرته ده. پر دغه چوڼۍ د یو جومات له شا څخه نهه توغندي وتوغول شول چي کومه مرګ ژوبله ئې نه ده رامنځ ته کړې او یواځې د چوڼۍ بهرني دیوال ته یې زیان رسولی دئ.

د ایبټ آباد ښار د اسامه بن لادن تر وژل کیدو مخکي یو خوندی ښار ګڼل کیده. بن لادن د څو کلونو له پاره د نوموړې چوڼۍ تر څنګ پټ ژوند کاوه.

د جمعې د ورځې راکټي برید د پوځي چوڼۍ بهرنې دیوال زیانمن کړی دئ. توغندي د بن لادن د پخواني کور څخه یوازي ۵۰۰ متره لیري لگیدلي دي.

د ایبټ آباد د ښار یو لوړپوړي پوځي چارواکي، امتیاز حسین شاه، د رویټرز خبري آژانس ته وویل: « نهه توغندي توغول شوي دي. درې ئې د اکاډمي پر احاطوي دیوال لګیدلي او زیان ئې ورته رسولی دئ. دغه برید کومه مرګ ژوبله نه ده رامنځ ته کړي.»

د حسین شاه په خبره د پیښي په اړه پلټني پیل شوي دي. د ایبټ آباد د پولیسو مشر، محمد کریم خان، هم نوموړي پیښه منلي ده او ویلي ئې دي چې درې توغندي د چوڼۍ پر دیوال لګیدلي. دغه پوځي چارواکي زیاته کړې ده چي درې نور توغندي په سمه او درې نور بیا په پټیو کې لګیدلي دي.

چارواکو د دغه برید پړه په ترهګرو ډلو وراچولې ده. حسین شاه له یوه ځایي تلویزون سره په خبرو کې ویلي دي چې پولیسو د یو جومات تر شا د نهو راکټو پاتیشوني موندلي دي. دغه جومات له پوځي چوڼۍ څخه شاوخوا ۵۰۰ متره واټن لري.

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړې ده چې په مشخصه توگه لا معلومه نه ده چي د پیښي تر شا د کومي ډلي لاس دئ. خو حسین شاه وویل چي برید د ترهګر له خوا تر سره شوی دئ او پاکستان به ئې په هکله پلټني وکړي.

سید ریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش