1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا کندز د سقوط په درشل کې دی؟

مسعود جهش (مارک تورنر)۱۳۹۳ آبان ۱۶, جمعه

آلماني ځواکونو د ۲۰۱۳ کال په اکتوبر میاشت کې د کندز ولایت امنیتي مسوولیتونه افغانانو ته وسپارل او د دې ولایت وضعیت یې باثباته وگڼه. خو اوس طالبان د دې ولایتو په څنډو کې نفوذ لري. ایا هغوی کولای شي د ولایت مرکز ته ورسیږي؟

https://p.dw.com/p/1Dj1J
انځور: picture-alliance/dpa/Maurizio Gambarini

د کندز مرکز د ټولو پر مخ پرانیستی دی. په دې ځای کې لوکس هوټلونه په خپلو اعلانونو کې د مفت انترنت یادونې کوي. د هوټلونو خونې هم لوکسې او په خایسته او لوړ بیو توکو سینگار دي. په رستورانوتو کې نوې افغاني سندرې غږول کیږي. که سړی د خپلې خونې له کړکۍ څخه بهر وگوري نو داسې منظره ورته تر سترگو کیږي چې د چینایي او عربي هیوادونو د بانگوالو له پاره مناسبه ده. په دې ځای کې له ۲۰۰۱ کال راهیسې کله چې طالبان د امریکایي ځواکونو په مرسته وشړل شو، ډیر څه بدل شوي دي.

خو کله چې سړی له خپل هوټل څخه ووځي او د ښار د ترکاريو له بازار څخه د سویل په لور د لسو دقیقو له پاره په موټر کې مزل وکړي نو هر څه څیره بدلوي. داسې کسان چې اوږدې ږیرې لري، لونگۍ یې پر سر تړلې دي او کله شینکوفونه یې پر غاړه اچولي دي، سړي ته اشاره کوي چې تر دې وړاندې نور سفر ممکن نه دی. ځکه د طالبانو د واکنمۍ ساحه پیلیږي.

دا د طالبان غړي نه دي، بلکه د سیمه ییزو پولیسو غړي دي چې د یاغیانو پر ضد له وروستي سنگر څخه دفاع کوي. د طالبانو پر ضد جگړه کې لومړۍ کرښه د ښار له مرکز څخه په موټر کې لس دقیقي واټن لري. له دې وضعیت سره له کندز څخه د آلماني ځواکونو تر وتلو یو کال وروسته سړی مخامخیږي.

Mitglieder der "Afghan Local Police" in Kundus
په کندز کې سیمه دولت پلوه ملیشېانځور: DW/M. Thörner

خالي پوځي اډه

د کندز پر یوې تپې باندې پرتې سیمې ته یو نظر په سړي کې د آلماني ځواکونو خاطرې ژوندۍ کوي. هغوی په دې ځای کې میشت ول، خو په ۲۰۱۳ کال کې ډیر ژر او په سرعت له دې ښاره ووتل. اوس هم سړی دلته د آلمان ځواکونو له خوا لیکل شوې لوحې لیدلی شي.
پخوانۍ اډې ته رسیدونکي واټنونه اوس مخ په خرابیدو دي. د گوتو به شمار افغان ځواکونه اوس په دې اډه کې میشت دي. په دې لویه اډه کې یوازې څو افغان افسران لیدل کیږي.

هغه پخلنځای چې د آلماني ځواکونو تر وتلو لږ مخکې جوړ شوی وو اوس په بشبړه توگه خالي دی. هلته ډیر داسې خوراکي مواد زیرمه شوي دي چې اوس فاسد شوي او له منځه تللي دي. یو کال مخکې په همدې ځای کې دغه اډه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه. کله چې آلماني ځواکونه افغانانو ته دغه اډه سپارله نو ویې ویل چې ډیره مدرنه اډه او یو باثباته ښار افغانانو ته سپاري.

طالبان د کندز ښار په څنډو کې

آلماني ځواکونو د ۲۰۱۰ کال په پای کې په کندز کې یو لړ عملیات په لاره واچول او د ښار په شوا و خوا کې یې له پرتو کلیو څخه طالبان وشړل. دغو ځواکونو په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ کلونو کې په کندز کې بنسټیزې پروژې په لاره واچولې ترڅو د خلکو زړونه او فکرونه خپل کړي.

خو د آلماني ځواکونو تر وتلو یوازې لس میاشتې وروسته په کندز کې یوه شوک ورکوونکي پیښه رامنځ ته شوه. طالبانو په دې ولایت کې د آلماني ځواکونو په تر ټولو لویې پخوانۍ اډې کې خپل بیرغ پورته کړ. دغه اډه په چهار دره سیمه کې پرته ده چې له ښاره په موټر کې یوازې لس دقیقې واټن لري.

ehemaliges Bundeswehr-Feldlager in Kundus
په کندز کې اوس د آلماني ځواکونو پخوانۍ اډه خالي دهانځور: DW/M. Thörner

افغان امنیتي ځواکونو له مزارشریف څخه ملاتړ ترلاسه کړ او دغه سیمه یې بیرته ونیوله. خو له هغې نیټې راهیسې د کندز په ډیرو سیمو کې د طالبانو موازي ادارې او په خپل سر نومول شوي مقامونه رامنح ته شول. طالبان په دې سیمو کې په سخت دریځه شریعي قانون ولاړې محکمې لري.

قومي حساسیتونه

د کندز ولایت په وضعیت سړی هغه وخت ښه پوهیږي چې د ښار او کلیو له اوسیدونکو سره خبرې وکړي. د جمال الدین په څیر کسانو سره خبرې سړي ته د وضعیت یو روښانه انځور ورکوي. هغه یوه ټکسې د ښار له څنډو څخه د هوټل په لور بیایي. جمال الدین سپینه ږیره او له ۶۰ کلونو ډیر عمر لري. هغه خان آباد ته نزدې په یوه کلي کې ژوند کوي او وایي: «هغوی زما زوی په ۲۰۱۳ کال کې زما کور ته نزدې د یوه سین په څنگ کې وویشت او ویې واژه.»

له «هغوی» څخه د جمال الدین منظور د یوې بدنامې ډلې غړي دي چې له ډیرې مودې راهیسې دغه سیمه تر کنترول لاندې لري. د دغې ډلې مشر سید حسین نومیږي چې د افغانستان تاجک قوم پورې تړلی دی. دغه ډله د طالبانو پر ضد جنگیږي.

د طالبانو ډیری غړي پښتانه دي چې په شمال کې یې نفوس کم دی. جمال الدین هم پښتون دی. د هغه په خبره سید حسین غوښتل د جمال الدین زوی ورسره کار وکړي او کله چې هغه له دې کار انکار وکړ، نو هغه یې وواژه. کله چې له جمال الدین څخه پوښتل کیږي چې ایا هغه په دې اړه محکمې او پولیسو ته شکایت کړی دی او که نه، هغه خپل سر ښوروي او وایي چې دغه کار یې نه دی کړی ځکه د هغه په خبره دولت د سید حسین له ډلې څخه د طالبانو پر ضد مبازه کې ملاتړ کوي. جمال الدین وایي چې ټول ولایت د سید حسین د ډلې په لاس کې دی.
د ټکسې دا چلوونکی وایي چې د سید حسین کسان په زوره د خلکو کورونو ته ننوځي او هر څه چې یې خوښ وي له ځان سره یې وړي. هغه تور لگوي چې دغه کسان په غلاو، تیریو او قتلونو لاس پورې کوي.

د دوو جبهو تر منځ

جمال الدین وایي چې پولیس او اردو ورسره مرسته نه کوي. د هغه په خبره امنیتي ځواکونه له نښتو څخه ځان لیري ساتي: «موږ له دواړو خواو تر فشار لاندې یو. د طالبانو او د دولتي پلوو ملیشو له خوا.» هغه زیاتوي: «طالبان بد دي، خو د دولت پلوو ملیشو په اندازه نه. طالبان جنایتونه ترسره کوي، خو بیا هم یو لید لوری لري او هغه ته وفاداره دي. دولت پلوي ملیشي یوازې جنایت کاران دي. هغوی د پیسو له پاره هر کار ترسره کوي.»

ehemaliges Bundeswehr-Feldlager in Kundus
د اډه د خرابیدو په حال کې دهانځور: DW/M. Thörner

د کندز والي غلام سخي بغلاني، وایي چې له قوماندانو سره له لاس یوځای کولو پرته بله چاره نه لري. هغه وایي چې که څه هم دغه کسان د خلکو پر وړاندې جرایم ترسره کوي، خو بیا هم باید وسره لاس یو کړي. هغه پړه پر نړیوالو ځواکونو باندې اچوي او وایي چې آلمان او د ایساف نورو ځواکونو په امنیتي پلان کې دغه «تبهکاره ځواکونه» شامل کړل.

هغه وایي چې آلماني ځواکونو په ۲۰۱۰ کال کې د همدغو ملیشو په مرسته عملیات وکړل. بغلاني داسې پوښتنه مطرح کوي: «څه بدیل لرو؟ طالبان د ښار منځ کې تسلط ولري او که له ښاره بهر؟»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب