1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا په ټوله سوریه کې اوربند نافذ دی؟

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د امریکا او روسیې په منځگړتوب په ټوله سوریه کې اوربند نافذ شوی خو له اوربند څخه هغه سیمې استثنا دي چې تندلارې ډلې په کې میشت دي. د ټول هیواد په کچه د جگړو د راکمیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1K11I
Syrien Krieg - Eid al-Adha Fest - Kinder in Ruinen
انځور: Getty Images/AFP/M. Abazeed

د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې په ټوله سوریه کې د دوشنبې په ماښام د سیمې په وخت اووه بجې یو اوربند نافذ شو. د جمعې په ورځ امریکا متحدو ایالاتو او روسیې د دغه اوربند د رامنځ ته کیدو اعلان کړی وو. خو اپوزیسیون ته نزدې لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان ویلي دي چې د حما او حلب په ولایتونو کې د سوریې د پوځ له لوري هوایي بریدونه شوي دي. همداشان د سوریې پلازمېنې، دمشق ته څیرمه د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمو کې د ډزو رپوټونه ورکړل شوي. خو د دغه سازمان په وینا دغه څه له اوربند څخه ډیره سخته سرغړونه نه شي بلل کیدای.

لندن مېشته د بشري حقونو د څار سوریایي سازمان خپل معلومات په سوریه کې د پراخه شبکې پر مټ راټولوي، خو دا گرانه ده چې دغه معلومات د آزادو سرچینو له لوري تائید شي.

همداشان د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري، ویلي دي چې لومړني رپوټونه ښيي چې جگړه یو څه آرامه شوې ده. هغه زیاته کړې ده چې اوس لا وختي ده چې سړی د دغه اوربند د اغیزې په هکله څه ووایي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، ویلي دي چې دغه اوربند د سوریې ژغورلو له پاره ښایي وروستی چانس وي. زیاته شوې ده چې یوازې یو سیاسي حل لاره د دغه کړکیچ له پاره یو «واقعبینانه حل لاره» ده. د سوریې جګړې تر اوسه پورې د سلگونو زرو انسانانو ژوند اخیستی دی.

اوربند چې د متحدو ایالاتو او روسیې د بهرنیو چارو وزیران جان کیري او سیرگي لاوروف، یې په هکله تر ۱۲ ساعته خبرو اترو وروسته توافق ته ورسیدل، د دوشنبې له ماښام راهیسې نافذ دی. تر ټولو زیات دغه اوربند باید د ټولې سوریې په کچه د ولسي خلکو له پاره د خوراکي توکو او همداشان د دارو درملو د رسولو امکانات برابر کړي او او د نوو دیپلوماتیکو طرحو له پاره لار پرانیزي.

خو تندلارې ډلې لکه «اسلامي دولت» یا داعش او همداشان د فتح الشام (پخوانی نوم یې د النصره جبه دی) تر بریدونو لاندې نیول کیدای شي. که چیرې دغه اوربند تر یوې اوونۍ زیات وخت له پاره دوام وکړي، نو متحده ایالات او روسیه غواړي چې په سوریه کې د جهادي ډلو پر ضد خپله مبارزه همغږي کړي.

روسیې اوس مهال د سولې د نوو خبرو اترو پر سر ټینگار کړی دی چې د اکتوبر په میاشتې کې ترسره کیدای شي. دا په داسې حال کې ده چې د ملگرو ملتونو تر منځگړتوب لاندې په ژنیو کې د خبرو اترو لومړني پړاو چې ډیر شمیر لیدنې کتنې په کې وشوې کومه نتیجه ور نه کړه. هغه مهال پر یوه شوي اوربند موافقه هیڅ وخت په بشپړه توگه مراعات نه شوه.

تر دې دمخه روسیې ویلي وو چې که چیرې اوسنۍ ۴۸ ساعته اوربند بریالی شي، نو کیدای شي چې د نورو ۴۸ ساعتونو له پاره هم تمدید شي.

د سوریې کورنۍ جگړې چې په ۲۰۱۱م کال کې پېل شوې تر اوسه له ۲۹۰ زره ډیر کسان وژلي دي او نور په میلیونونو کسان یې له خپلو کورونو بې ځایه کړي دي. تر اوسه څو وارې د سولې خبرې اترې ناکامه شوي دي چې دغه جگړې ته د پای ټکی کښیږدي.

نور مطالب: